نازولی فلسطین | دوولسمه برخه

عزیز الدین مصنف

د سپين کتاب اعلاميه:

د عربو او يهوديانو ترمنځ د خونړيو نښتو وروسته په ۱۹۳۹م کال انګلستان د يوې بلې بيانيې په ترڅ کې چې د سپين کتاب په نوم هم ياديږي اعلان وکړ:

• فلسطين ته د يهوديانو مهاجرت بايد پنځه کاله بند شي.

• د لسو کلونو لپاره بايد فلسطين آزاد پاتې شي.

که له يوې خوا د سپين کتاب په نامه دا اعلاميه ظاهراً د مسلمانانو په ګټه وه، مګر بيا هم د يهوديانو لخوا ونه منل شوه، يهوديانو د انګلستان له قدرت څخه په ګټې اخيستنې هڅه کوله چې هم مسلمانان وځپي او هم د خپل واک د پراختيا لپاره د انګلستان له قوت څخه ګټه پورته کړي، هماغه و چې يهوديانو د درې مسلح حرکتونو (هاګانا – ايرګون – اشترن) د فعاليت اعلان وکړ، دې دريو تنظيمونو په بېلابيلو برخو کې د يهودو مسلح ځواک رهبري کاوو، چې د هر تنظيم په رأس کې د يهودو شيطان صفته مشران وو.

۱ـ د هاګانا تنظيم مشر (اسحاق رابين) چې وروسته په ۱۹۹۲م کال د اسرائيلو د لومړي وزير په توګه وګمارل شو.

۲ـ د ايرګون تنظيم مشر (مناحيم بيګن) چې وروسته په ۱۹۹۷م کال د اسرائيلو د لومړي وزير په توګه وګمارل شو.

۳ـ د اشترن تنظيم مشر (اسحاق شامير) چې وروسته په ۱۹۸۳م کال د اسرائيلو د لومړي وزير په توګه وګمارل شو.

د دې تنظيمونو فعاليت تر دې وخته پورې پټ او مخفي وو، ديهوديانو ټولې طرحې او پلانونه عملي کېدو ته برابرې وې، يهود منظم شوي وو، مسلمانانو خپل ځواک له لاسه ورکړی و، يهودو ته د ټولې کفري نړۍ الحاقي مرستې رسېدلې، مګر فلسطين به چې هر څومره شاوخوا وکتل عرب ممالکو به سترګې ترې واړولې، دې دريو تنظيمونو د خونړيو بريدونو اعلان وکړ، انګلستان په لومړنيو کې د يهوديانو لخوا د مسلمانانو ځپل په ظاهري بڼه غندل، مګر په پټه به يې د يهوديانو کمربندونو ته کارتوس ورغورځول، له يوې خوا د يهوديانو نظامي وسايل او جنګي پرسونل په ډېرېدو وو، له بلې خوا به د فلسطين اوسېدونکو د خپلو ماتو او زړو ټوپکو د رابرسېره کولو سره هم احتياط کاوو، ځکه د هر عرب په کور د انګليس پهره ولاړه وه.

ادامه لري…

ابو صارم
Exit mobile version