موصل کې د داعشیانو له لوري د وژل شویو ماشومانو او ښځو جسدونه موندل شوي

د عراق رسمي اژانس وايي چې د موصل په زاړه ښار کې د داعش لخوا د وژل شویو کسانو ۱۱ جسدونه یې پیدا کړي دي.

د خبر له مخې، دا یوولس جسدونه د موصل په زاړه ښار کې د پلټنې پر مهال پیدا شوي او له پېژندنې وتلي دي. د باس نیوز په نوم یوه بل اژانس لیکلي چې دا جسدونه د ځوانانو، ښځو او ماشومانو دي.

چارواکي وايي د مړو د خپلوانو معلومولو لپاره یې جسدونه عدلي طب ته استولي دي.

د یادونې وړ ده، داعشي خوارجو د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې په نیمايي کې موصل ونیو او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې شنیع جرمونه او قتلونه ترسره کړل. دا ښار د ۲۰۱۷ز کال په جولای میاشت کې په بشپړ ډول د داعشیانو له لاسه ووت.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version