له مسلمانانو مجاهدینو سره جنګ او د کفارو جلب

#image_title

م. عبدالبر موحد

د غربي بلاک ستره پروژه (داعش) چې د خپل مخالف لپاره ظاهراً د ولاء او براء په اصل کې افراط کوي مګر همدې غربي پدیدې د اسلام دغه اصل مات کړی دی او له تاریخ ظهور څخه واخله تر ننه پورې یې د اسلام له هیڅ جهادي تحریک او مجاهد سره ولاء او دوستي نه ده کړې بلکې همیشه یې له مسلمانانو څخه براءت اعلان کړی دی او د تکفیر، تشریک، ارتداد او زندیقي په فتواوو یې متهم او مقذوف کړي دي، بالعکس د نړۍ له کفري او دجالي استخباراتو او غربي قوتونو سره یې عملي موافقت ښکاره کړی دی او حتی کفري عساکر یې په خورا ویاړ او ورین تندي سره خپل لښکر ته جلب او جذب کړي دي.

که وګورو د اسلام هغه اتلان او هغه جهادي احزاب او خوځښتونه چې له لسیزو راهیسې ټول مسلمه امت په پټه او ښکاره د اسلام اتلان او غازیان معرفي کول او د مسلمه امت لپاره یې د نجات پرښتې او د مظلومو مسلمانانو لپاره د سپر او ډال په توګه پيژندل یا هغه څوک چې له لسیزو راهیسې یې د کفر داړې ورماتې کړې دي او د الله ددین لپاره یې خورا ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د مسلمه امت تر منځ په قهرمانانو غازیانو او د مجاهدینو په نوم پيژندل کیدل، دې غربي پروژې (داعش) له ظهور سره سم په لومړي قدم کې همدغه جهادي خوځښتونه او مسلمانې ډلې کافرې او مشرکې اعلان کړې او د مسلمه امت له پورتني روش او تعامل څخه چې نسلاً بعد نسلٍ یا طبقةً بعد طبقةٍ په توارث او تواتر سره راروان و، دوی مخالفت وکړ او د اسلام له عظیم اصل «تواتر بالطبقة یا تواتر بالتوارث» څخه منکرین او عملي مخالفین شول چې دا یې هم په جهل او ضلالت دلالت کوي.

د ګمراه ډلې یوه نښه دا هم وي چې په خپلو اسلافو پسې لعن طعن کوي او خپل مخالف د اسلام له دائرې څخه خارجوي غربي پروژې هم دغه کار خپل کړی دی په اسلافو مجاهدینو او غازیانو باندې لعن طعن کوي او مشرکان یې بولي.

لنډه دا چې د اسلام له عام اصل «تواتر بالتوارث» او موالاة څخه منکرين او عملي مخالفین، او د کفر ملګري او د خپل مخالف ځپلو لپاره له دیني احکامو څخه سرغړوونکي د نن زمانې دواعش او خوارج دي چې د خپلو اصلِ اصیلو څخه هم مخالف روان دي او ددې تر څنګ د کفر او یهودي استخباراتو په اوامرو او احکامو حقیقتاً ځان مکلف بولي، د هغوی په امر هر هغه ډله تکفیروي او هر هغه څوک وژني چې بادارانو ته یې خطر وي لکه نن دور کې د کتائب القسام غزاة، د یهودو لپاره سرخوږی جوړ شوي دي او د اقصی د ازادۍ جنګ لوبوي خو دوی یې مرتدین بولي او عین د جنګ پر مهال د یهودو سره مرسته کوي او د اقصی مجاهدین شهیدانوي او حلالوي.

لومړی خو د دوی ادعاء عین افک او دروغ ده ځکه چې د اقصی مجاهدین حقیقي موحدین او مؤمنان دي او د الله ددین لپاره یې خپل سرونه په تلي کې نیولي دي، د ټول اسلامي امت له لوري د اقصی ازادۍ په لړ کې فرض کفایه ادا کوي. بالفرض که دوی کوم (باطل) تاویل لري چې له امله یې د اقصی غازیانو ته مرتدین وایي بیا هم د اسلام له مصالحو نه خلاف عمل دی ځکه چې ظاهراً د اسلام مدعیان دي او مخالفین یې پاخه یهودان دي نو د اقصی غازیانو په خلاف جنګیدل د یهودو د ملګرتیا په معنا ده او داسې شواهد هم شته چې د تل ابیب له (برای نام) اسلامي پوهنتون څخه د دوی تمویل او له هغه ځای څخه لارښوونې ورته کیږي او دوی یې عملي کوي الله پاک دې مسلمه امت ددوی له شر څخه خوندي کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version