له داعشيانو يې واورئ!

عزیز الدین (مصنف)

 

هغه بله ورځ د المرصاد نشراتي ادارې له لوري د “و شهد شاهد من اهلها” تر نوم لاندې د هغو داعشي ځوانانو په اړه يو مستند فلم خپور شو، کوم چې په کابل باندې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د ځانګړو ځواکونو لخوا په مختلفو عملياتو کې نیول شوي وو.

په دغه مستند اصدار کې لیدل کېږي، چې د داعشي خوارجو او افراطي جنګيالو په ليکو کې ډیری غړي او جنګيالي کم عمره او کم علمه هلکان دي.

په دغه ځانګړي مستند کې يادو داعشي ځوانانو له ډېرو حقايقو پرده پورته کړې او د داعشي خوارجو په اړه يې ډېر رازونه او اسرار بيان کړي دي. په همدې تکل چې د مسلمه أمت ځوان نسل له فکري انحراف، افراط، تشدد او عقيدوي تردد څخه بچ پاتې شي، المرصاد د خپلو هڅو په لړ کې دا ځل هڅه کړې، چې دا ټول حقايق او واقعیتونه د يو مستند اصدار په شکل کې د مسلمه أمت مخې ته د قضاوت لپاره وړاندې کړي.

هغه حقايق چې د داعش په ليکو کې غولېدليو او دوکه شویو دغو اسيرو داعشي جنګيالو په ياد اصدار کې بيان کړي، يو څو يې په لاندې ډول دي.

۱: داعشي خوارج د صليبي استخباراتو يوه پټه استخباراتي ډله ده، چې د اسلام د ځینو مقدسو شعايرو، شعارونو، نعرو او نورو ډول ډول اصطلاحاتو څخه په ګټې اخيستنې د مسلمه أمت بې علمه او کم عمره ځوانان خپلو ليکو ته جذبوي، او بيا يې په غير شعوري توګه د کفارو د صليبي ګټو په پار د مسلمه اُمت په وړاندې د تشناب کاغذ په څېر استعمالوي.

۲: داعشي خوارجو ته مالي مرستې د ترکيې، جرمني او فرانسې په شمول له ګڼو نورو غربي او اروپايي هېوادونو څخه راځي.

۳: داعشي خوارج هڅه کوي، ترڅو خپلو ليکو ته د روسيې تر نظامي اشغال او فکري استعمار لاندې هېوادنو (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان) څخه، چې مسلمان وګړي په ځانګړې توګه ځوان نسل يې د دین مبین اسلام په اړه له بشپړې او سالمې مطالعې، دیني علم او د اهل السنة والجماعة له ښکلي معتدل منهج او تګلارې په اړه له معلوماتو څخه بې برخي دي، را جلب کړي.

۴: کفار او صلیبي استخباراتي ادارې غواړي د داعشي خوارجو په لاس د دین مبین اسلام ځيني ځانګړي او مقدس شعاير او اصلاحات لکه توحيد، جهاد، هجرت، دار الاسلام، طاغوت، خراسان او داسې نور…؛ بدنام کړي او په مسلمه ټولنه کې يې د قدر کچه راکمه او افراطي شکل ورڅخه تعبير کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version