فیلیپین کې دوه داعشیان د نشه يي توکو د انتقال پر مهال نیول شوي

فیلیپیني رسنۍ وايي چې پولیسو په مراوي ښار کې د داعشي خوارجو دوه غړي د شېشې په نوم نشه يي توکو د انتقال پر مهال نیولي دي.

د فیلیپین سټار رسنۍ د راپور له مخې، پولیسو د مراوي ښار په بارنګې سګوډ سیمه کې تلاشي کوله او د رسول انتي ساریپ او اسماعیل ګورو پکابي په نوم دوه موټرسایکل سپاره یې ودرول څو معلومه کړي چې وسله خو به ورسره نه وي، خو له دې کسانو سره د وسلو پر ځای په بېګونو کې د شېشې (مټامفټامین) په نوم نشه يي مواد وو.

پولیس وايي دا نشه يي توکي ۶۲۷۴ ډالره ارزښت لري او دې داعشیانو غوښتل چې په مراوي ښار کې دننه یې یوه کس ته ورسوي.

ویل کیږي دا دوه کسان د نشه يي توکو د پلورونکو د هغې ۳۰-کسیزې ډلې غړي دي چې په فیلیپین کې د داعشیانو له مخکني مشر، فهار الدین بینیتو حاجي ستار، سره یې خپل عوائد شریکول. فهارالدین د د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي و او د تیرې جون میاشتې په ۱۴مه په عملیاتو کې ووژل شو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version