مسلمان انسان د هرې مسئلې د سم درک لپاره؛ بايد ځان په خپلو دیني ارزښتونو باندې متکي وبولي، نو بناءً، په دې مسئله کې زه خپل ځان پابند ګڼم، تر څو د استعمار د حقیقي او سمې معنا د موندلو لپاره؛ قرآن کریم ته مراجعه وکړم.
قرآنکریم د «استعمار» لپاره یو ځانګړی نوم کاروي، چې د استعمار مختلف اړخونه او جزئيات تشریح کوي.
قرآنکریم د «استضعاف» پر معنا تمرکز کړی دی، چې د هر ډول «استعمار»، فکري، سیاسي، اقتصادي او داسې نورو ډولونو څخه عبارت دی، ضعف د فرد یا یوې ډلې څخه د ګټې اخیستنې په معنا لري.
له بلې خوا قرآنکریم مستضعفانو ته د بريا وعده ورکړې ده؛ ځکه دوی بالقوه پياوړي دي، که څه هم موقتاً د دښمن تر فشار لاندې دي، خو په دوامداره توګه په هڅو کې دي؛ چې ځانونه له استعمار څخه وباسي، له همدې امله الله جل جلاله فرمايي: «موږ اراده کړې ده چې دوی به د ځمکې مشران او وارثان ګرځوو»
استعمار په لغت کې د آبادولو په معنا دی؛ خو په عمل کې، دا یو ویجاړونکی بهیر او د ټولنیز ژوند یوه منحرفه پروسه ده، چې عدالت ته زیان رسوي او پرځای یې د برتري او ویجاړۍ هڅه او غوښتنې کوي.
په استعماري فکر کې، د نورو څخه د ځان د ګټو لپاره کار اخستل یو منل شوی اصل دی، استعمارګران د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره؛ د ظاهري طرحو او پروګرامونو له لارې له نورو څخه ګټه اخلي، بلکې په حقیقت کې استعمار د ضعیفانو کمزوري کول او د مالدارو د تقویت پروسه ده.
هغه ملت چې استعمار سره مخ شي؛ په هېڅ یوه برخه کې پرمختګ او مراد کمال ته نه رسېږي، ځکه چې دوی له فکري، علمي، کلتوري او سیاسي اړخه د استعمارګرو تر ګواښ لاندې وي، له همدې امله، دوی په هېڅ یوه برخه کې خپلواک نه وي، حتی استعماري هېوادونه د استعمار شويو هېوادونو مالي او زېرزميني سرچینې په خپل واک کې اخلي او هڅه کوي چې خپل کلتور او تمدن په دې هېوادونو باندې تحمیل او وتپي.
په مقابل کې، دغه ملتونه په بې ځايه توګه له استعمارګرو څخه تقليد کوي او د هغوی کلتور او طریقه په خپل ژوند کې عملي کوي، استعمار په هر ډول لباس او چلند سره چې یوه سیمه ته داخل شي؛ د هغه ځای حیثیت له منځه وړي او خلک تر خپل تسلط لاندې راولي.
په اوسنۍ نړۍ کې هم حاکم استعمار له دې قضیې څخه خالي نه دی، بلکې په ډېر لوړ حد کې شتون لري.
د استعمار ځانګړتیاوې څه دي؟
په اصل کې استعمار په درې پټو پوښونو کې نغښتی دی، داسې پوښونه چې د استعمار د پېژندلو لپاره خورا مهم دي.
د استعمار د سم پېژندلو لپاره ضروري ده؛ چې د استعمار ځانګړتیاوې په ښه توګه وڅېړل شي او وپېژندل شي، تر څو د دې پېژندنې په وسیله اصلي قضیه څرګنده شي.
استعمار د درېيو ځانګړتیاوو له لارې پېژندل کېږي:
١: د فکر او اندیښنې فلج کول او وژنه؛
د استعماري پروګرام لومړی ګام د فکر او انديښنې فلج کول او وژنه ده، له همدې امله، اصيل او واقعي پوهان په استعماري ټولنو کې ځای نه لري.
٢: د وابستگۍ دومداره پياوړتیا او پراختیا؛
دا که په صنعتي، کرنیز یا مالدارۍ برخه کې وي او که په سیاست کې وي.
٣: د نفاق، تفرقې او طبقاتي تضاد ته وده ورکول.