شهادت زمونږ د بقا راز دی!

ماهر بلال

#image_title

د اسلام په تاریخ کې، شهادت یو ډیر لوی عظیمت ګڼل شوی او د عظیمت خاوندان ور څخه برخمن شوي؛ د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله ارمان دا و، چې شهادت یې په نصیب شي.

 

د محبوب صلی الله عليه وسلم له ملګرو څخه؛ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته دا جملې ویلې: “اصحابي کاالنجوم بأیهم إقتدیتم إهتدیتم”

د هغو له جملې څخه هر ستوري صحابي دا هیله او ارزو درلوده، چې د الله تعالی په لار کې یې شهادت په نصیب شي او د الله تعالی له محبوبو بندګانو څخه وګرځي.

 

دا چې شهادت دومره لوړه مرتبه ده، چې زمونږ د اسلام اساسي اشخاصو یې له الله تعالی د حصول دعا کړې؛ نو ښکاره ده چې شهید به د ډېر لوړ اعزاز خاوند وي او د الله تعالی په نزد به لویې مرتبې لري.

 

په ځانګړې توګه؛ هغه شهید چې د خوارجو له خوا شهید کړل شي، ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: “طوبى لمن قتلهم وقتلوه”

سعادت د هغه چا لپاره دی، چې یا دوی ووژني یا هم د دوی (خوارجو) له لورې شهید کړل شي؛ رښتیا هم چې سعادت دی!

 

سعادت ځکه دی، چې د محبوب صلی الله علیه وسلم خواږه ملګري حضرت عثمان ذوالنورین او حضرت علي کرم الله وجهه د خوارجو له لورې شهیدان کړل شوه، همداسې نور ډیر صحابه کرام، تابعین، تبع تابعین، لوی لوی علماء کرام، ددې امت اسلاف، د تاریخ غازیان او امامان ددې دین د سفاکو او سفهاء الاحلامو خوارجو له لوري شهیدان کړل شوي دي، دا ټول سعادتمند خلک و، ځکه خو د خوارجو له لوري شهیدان شول.

 

په دې وروستیو کې هم د اسلام لوی لوی علمای کرام، غازیان او امیران د دې نیابتي ډلې له لوري په شهادت رسول شوي دي؛ امام العزیمة شهید سعید شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله، شهید نیک محمد رهبر، شهید حاجي داود مزمل، شهید شیخ مولوی مجیب الرحمان انصاري؛ همداسې نور ډیر شهداء دي، چې دا لوی سعادت یې په دې وروستیو کې په برخه شوی.

 

که څه هم مبینه فتحه راغلې؛ د افغانستان په خاوره سپین بیرغ رپیدلی، شرعي نظام پرې غوړیدلی او د تاریکیو دوران تیر شوی، خو بیا هم شهادت شته؛ شهادت شته چې د اسلام ساتونکي، د علم غرونه، د کفارو قاتلین او د فتنو ختمونکي رانه بیلوي، بې له شکه چې بشارت د همدوی لپاره وو/دی.

 

د پورته حدیث د ټوټې تر عنوان لاندې زه نن د هغه شهید سعید یادونه کوم، چې د خوارجو سرسخته دښمن و، هم یې خوارج وژل، او هم دی د خوارجو له لوري شهید کړل شو، تقبله الله.

 

د شهید انجینر سیف الله سعید تقبله الله سره زما هیڅ اړیکه نه وه، خو دا چې د اسلامي نظام د بقا او د داعشي خوارجو د ختمولو په لار کې شهید شو؛ زه یې د ځان لپاره ویاړ ګڼم، یعنې په دې خوښ یم چې د همداسې شهیدانو د لارې لاروی یم.

 

نوموړي شهید د خپل دین او اسلامي نظام سره وفا وکړه، قرباني یې ورکړه، د یوې داسې ډلې په مقابل کې تل وجنګید؛ چې له شره یې هیڅ مؤمن په امان نه دی، داسې اشرار یې ووژل، چې له ضرره یې هیڅ مسلمان نه دی خلاص او په همدې لاره کې یې د شهادت جام نوش کړ.

 

ده ته دې د شهادت ډېر ډېر مبارک وي، کورنۍ او ملګرو ته یې له متعال رب د لوی صبر او ښه اجر غوښتونکی یم، شهادتونه زمونږ د بقا رازونه دي؛ چې د شهادت اعزاز په خپل صف کې ونه لري، هغه کمزوري خلک دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version