سیاسي او فکري مخالفین د هجرت دیار کې هم په ټوټه کیدو دي

خالق یار احمدزی
وروسته تر هغه چې په هیواد کې ستر او مثبت تحول راغی، بهرنیانو خپل ټغر ور ټول کړ او د تیښتې پر مهال یې پالل شويو افغان نما کسانو هم ملتیا وکړه؛ تازه جریانات دا ښیي چې هغوی د هجرت په دیار کې هم لکه د ګډوله/نیم واکي حکومت په څیر فکراً سره ویشل شوي.

د تیرې ادارې دغه افغان نما چارواکي چې له مشرتابه نیولې بیا تر عادي عسکره پورې یې تر پایه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندیتابه لپاره د زړه په وینو کوښښونه وکړل؛ دامهال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې له یو بل څخه په خورا لرې واټن کې میشت شوي.

دوی کې ځینې پاکستان ضده څیرې خو لا هم د اسلام آباد په لارو کوڅو کې ګرځي او اروپا ته د تګ لپاره یې هیله ګرکې شونډې وتلې وي.

ګواکې بهرنیانو له پیله درک کړې وه، چې په یوه هیواد کې ددوی اوسیدنه لا ناورینونه زیږوي او یا نه شي کولای د دوی د بې بندوباریو، یا د غیر اخلاقي کړنو مخنیوی وکړي او یا هم د دوی د خپلمنځي لانجو هواروونکي ګواښرندي له ځانه جوړ کړي؛ همدا لامل وه، چې هغوی ته یې یواځې وجودي ایستل مهم وه، نور یې که کمپونو کې میشت کول، یا په لرې صحراوو…

که څه هم افغانستان د کار خلکو ته اړتیا درلوده او امارتي مشرتابه هم د همدې حس له امله او د انساني خواخوږي په پار، ورته عمومي عفوه اعلان کړه، خو دوی دا هر څه تر شا پریښوودل او د هیوادنۍ ادکې (مور) پر خوږه غیږ یې د بهرنیانو د دهلیزونو صفاکاري بهتره وبلله…

دوی چې په لومړیو کې پر وطني شتمني سودا وکړه او آن د هیواد هوایي وسایط یې هم ګاونډیانو ته اهداء کړل؛ اوس یې ځینې په ترکیه کې د سیاسي اپوزیسیونونو د جوړښت هڅې کوي، پر خلاف یې ځینې بیا له امریکا څخه مخالفې سیاسي ناندرۍ غږوي، ځینې یې له تاجکستانه د وسلوال تبارز لافې وهي او څوک بیا له نورو هیوادونو څخه د خپلو همفکره ملګرو پښې پرې کوي.

دوی که څه هم امارت خپل شریک دښمن بولي، خو ژور فکري تضاد او د بهرنیانو پټ او ښکاره نفوذ په کې هرڅه تس نس کړي.

تازه د «تمیم عاصي» په نامه د تیرې ادارې یوه چارواکي خبر ورکړی چې د شمال ټلوالې د ثوارې وروستۍ هیله جې دمقاومت په نامه خوځښت یې په لومړیو کې پیل کړی وه؛ مشر یې «احمد مسعود» په تاجکستان کې تر سخت ژور فشار لاندې راغلی؛ وایي هره اونۍ ترې د یاد هیواد ولسمشر «امام علي رحمان» تفصیلي راپور غواړي، خو نوموړی (احمدمسعود) چې نه د جګړې په صحنه کې شته او نه د راتګ وړتیا لري، له خپلو څو ملګرو او څو تلیفونونو سره د پلازمینې دوشنبې په یوه قصر کې میشت ده او له هغه ځایه د ټولنیزو شبکو (وتساپ، سیګنال) او ثریا تلیفون له طریقه جګړې ته د بیوزله ځوانانو د هڅولو کوښښونه کوي.

نوموړی زیاتوي، داچې تر اوسه یې هڅو هیڅ کوم سیاسي او پوځي لاسته راوړنه نه ده لیدلې، د جبهې ویاندوی یې د امریکا له کلیفورنیا څخه له مبالغې ډکې ادعاوې کوي.
هغه وایي احمد مسعود د پلار له ملګرو سره اوسیږي، ځکه له خپلو ملګرو یې زیاته ویره کیږي او نوموړی اړ دی، څو د خپل پلار او استاد رباني په څیر خپل راپور تاجکستاني بادار ته ورکړي.

هغه دا د شرم وړ عمل بولي، چې یوه شرابي او دیکتاتور کس ته دې د یوې جبهې مشر راپور ورکړي.
دا وه د تمیم عاصي څرګندونې، خو تر دې ور آخوا د نوموړي خپله اډانه هم چې د حنیف اتمر په څادر کې یې ځان نغښتی؛د استقلالیت په اوبو یې لاشونډې نه دي لمدې شوې؛ د کمونستي اشغال له دورې بیا د ګډوله حکومت تر نسکوریدو او د امریکا په مشرۍ د اشغالګرې نړۍ تر ماتې پورې؛ د کریملین، بریتانویانو، آی ایس آی او سي آی اې هر رقم ډول ته یې هماغسې مناسب اتڼ کړی او د متاع قلیل په بدل کې یې د ټولو د ګټو د خوندیتابه هڅې کړې دي.
که یې نچوړ ووایو، له وطن سره خیانتګرې کړۍ چې بهرنیانو په کې د نفاق ژور تخم شیندلی او هغوی د خپلو غوښو په خوراک روږدي کړي وه او پرون یې شل کلونه جنګیرکه واکمني وکړه؛ که پیړۍ پیړۍ هم له واک او ځواک لرې وساتل شي،پرته له دې چې حساب ورسره شي، نسلونه به یې د پلرونو د مظالمو پور پرې کوي او تر پایه به یې په اولاده کې وطني آزار چلیږي.

نو له همدې کبله ده چې د امارت مخالفین هم د امارت د پایښت دعا ګانې کوي، ځکه د جمهوریت د مهال د واکمنو څیرو هره ډله یوه هیواد ته منسوبه وه او د هغه هیواد د فرمایشاتو د پوره کیدو هڅې یې کولې.

خالق يار احمدزی

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version