سوریه د فتحې په درشل کې

سیاح خالد

#image_title

شام هغه شام چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خوشبخته ځمکه ویلې ده، هغه شام چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته په اوسیدلو باندې تاکید کړی دی، هغه شام چیرې چې الله جل جلاله خپل غوره بندګان جذبوي او رابولي

 

هغه شام د کوم په اړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، که د شام ټول خلک فاسد شي نو په تاسو کې به هیڅ خیر پاتې نه شي، زما د امت یوه ډله به تل په شام کې په حقه وي او مرستندویه به وي، هغوی ته به زیان نه رسیږي تر څو چې قیامت قائم شي.

 

دا هم هغه شام(سوریه) ده چې په اړه یې زیات فضایل او مناقب راغلي دي، نن پکې هم هغه د حق ډله د فتحو په فتوحاتو سر ده، دا د امت مسلمه هم هغه شام دی له کوم نه چې د قرطبې او غرناطې د فتحه کولو فرمانونه لاس لیک کېدل، د چا په برم او عظمت چې هیڅکله لمر نه ډوبیده، د چا له ډار او وهمه چې رومیانو له ځانه د اوبو سمندر تاو کړی و.

 

نن هم هغه شام(سوریه) د باطل له پنجو څخه د خلاصون په هڅه کې ده او تر ډیره بریده بریالی دی، لرې نه ده چې یو ځل بیا شام د مسلمانانو هم هغه شام شي، په کوم کې چې د امیر المومنین معاویه ابن ابو سفیان په څېر یو مدبر او سیاست مداره امیر موجود و، چې په یو لیک یې د روم بادشاه تر هغو لړزېده تر څو چې د قسطنطنیې قلعې ته نه و داخل شوی.

 

د شام (سوریې) مظلوم ملت چې له روافضو څخه زیات زوریدلی، د خپل تېر برم د بیا اعادې په خاطر را پورته شوی، الله جل جلاله ور ته د بدر هم هغه ملایکې را لیږلي کومو چې د بدر په ورځ د کفارو په زړونو کې رعب اچولی و، نن هم هغه رعب د بشار الاسد په رافضي فوج کې پروت دی او ورځ تر بلې په تکتیکي شاتګ مجبوره کیږي.

 

د ټول امت مسلمه دا مسولیت دی چې د خپلو مظلومو شامي ورونو په حق کې دعا وکړي او له الله جل جلاله څخه ورته د لا زیاتو فتحاتو غوښتونکی شي.

Exit mobile version