روسیه: افغانستان کې داعشيان پر غربي وسلو سنبال دي

روسیه وايي، افغانستان کې داعشيان پر غربي وسلو سنبال او دغه هېواد او منځنۍ اسیا ته ګواښ جوړوي.

روسي رسنۍ د افغانستان په چارو کې د روسي ولسمشر د ځانګړي استازی ضمیر کابولوف په حواله وايي، داعشیان د لویدیځوالو په وسلو سنبال دي او غواړي له افغانستان نه روسيې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي.

هغه د کوم هېواد مشخص نوم نه دی یاد کړی، خو ويلي يې دي چې په دې اړه يې په افغانستان کې له مېشتو امریکایانو او ناټو چاوراکو سره کتلي دي.

هغه داعشیان چې رسنۍ يې عراق او سوریې ته منسوبوي، کابولوف وايي د جوزجان او سرپل خلکو لیدلي دي.

د ده په خبره دغه داعشیان له سوريې او عراق وروسته افغانستان ته رالېږل شوي دي.

داعش په عراق او سوریه کې په ۲۰۱۴ میلادي کال رامنځته شو، چې یو کال وروسته يې په افغانستان کې هم حکومتي چارواکو د موجودیت اعلان وکړ.

ځينې شنونکي او د ولسي جرګې غړي داعش وسله وال د حکومت، امریکا او پاکستان ګډ تولید بولي، چې د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر يې د اسنادو لرلو غږ هم پورته کړه، خو خوله يې پټه کړای شوې ښکاري.

ضمیر کابولوف تېره ورځ د افغان سولې اړوند هم د روسيې د ملاتړ خبر ورکړ او ويې ویل چې مسکو غواړي افغان جګړه په خبرو پای ته ورسېږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version