د ښوونکي تنخوا

پابلو پیکاسو (Pablo Picasso) په هسپانیه کې زېږیدلی مشهور انځورګر او شاعر و، چې د (۱۸۸۱ – ۱۹۷۳) کلونو ترمځ یې ژوند کړی او یوه یوه تابلو به یې په لکونو او کروړونو خرڅېدله.
یوه ورځ په سرک روان و، چې د کومې شوخې او ضدي نجلۍ نظر پرې ولګېده. ویې پېژاند، په منډه یې تر څنګ ورغله او پوښتنه یې وکړه: ښاغلیه! زه دې مینه واله یم، ستا رسامي مې خوښه ده، زما له پاره کوم انځور جوړلی شې؟
پیکاسو په موسکا وویل: زه دلته خالي لاسونه راغلی یم او هیڅ ډول سامان نه لرم؛ نو څنګه به درته انځور جوړ کړم؟
انجلۍ په ضد شوه او ویې ویل: زه همدا اوس انځور غواړم، خبره نه یم چې بیا به کله په ژوند کې سره ووینو که نه؟!
پیکاسو له جیب نه کوچنی کاغذ را وویست، په قلم یې څو کرښې وکښلې او په نیږدې ۱۰ دقیقو کې یې انځور جوړ او هغې ته ورکړ. انجلۍ ته یې وویل: ته په بازار کې په دې انځور یو میلیون ډالر ګټلی شې.
انجلۍ حیرانه شوه او له ځان سره یې وویل: پیکاسو په دومره تلوار کې انځور جوړ کړ او اوس راته وایي، چې یو میلیون ډالر پرې لاسته راوړلی شې!
انجلۍ کور ته راغله، فکر یې کاوه چې پیکاسو غلطه کړه. کله چې بازار ته لاړه او د هغه د انځورونو بیه یې وپوښتله، حیرانه پاتې شوه. دواري په پیکاسو پسې ورغله او ورته ویې ویل: ښاغلیه! تا سم ویلي و؛ د دې تصویر بیه نیږدې یو میلیون وه.
پیکاسو وموسل: دا خو مې مخکې هم درته ویلي و.
انجلۍ بیا وویل: آیا ته مې په شاګردۍ نیولې شې؟ چې ما ته انځورګري را وښيي؛ ځکه زه په ۱۰ ساعتونو کې ښه انځور جوړولی شم؛ خو په ۱۰ دقیقو کې ناممکنه ده. غواړم داسې مې تیاره کړې چې انځور ستا په څير ژر ژر جوړ کړم.
پیکاسو ځواب ورکړ: دا انځور چې په ۱۰ دقیقو کې مې درته جوړ کړ؛ د دې په زده کولو مې ۳۰ قیمتي کلونه لګولي.
انجلۍ په خپل ځل حیرانه ودرېده.
#خلاصه:
د یو ښوونکي د هرې جملې تر شا د کلونو مینه او زحمت وي. هر تن ویلی شي، چې استاذان په اسانه تنخوا اخلي؛ مګر کله چې دی د تختې مخې ته ودریږي او زده کوونکو ته ۴۰ دقیقې ګټور لیکچکر ورنکړای شي؛ بیا پوهیږي، چې د ښوونکي مقام ولې باید لوړ وي؟!!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version