خوارج څوک وو؟
خوارج لومړنۍ ډله وه چې د اسلام په لومړیو وختونو کې یې د اسلامي امت یووالي ته جدي ګواښ پېښ کړ؛ دوی د مسلمانانو په تکفیرولو، تاوتریخوالي او د عادل امام پر وړاندې په پاڅون سره اسلامي امت له یوه خونړي کړکېچ سره مخ کړ.
مناسبه ده چې د بحث تر پیل مخکې د دې ګمراهې فرقې لنډه پېژندنه وړاندې کړو، څو د دې مقالې ټاکل شوې موضوع په روښانه توګه څرګنده شي؛ ځکه د ځوانانو او عامو مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د دا ډول ناپوه ډلو په اړه معلومات ولري، څو د دغې ګمراهې ډلې په پېژندلو سره د هغې په لومو کې ښکېل او ملامته نه شي. دا ډله د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له زمانې راهیسې شتون لري او د شرعي نصوصو د څرګند تصریح له مخې، تر آخرالزمانه به هم پاتې وي؛ ان تر دې چې وروستی کس به یې له دجال سره یوځای راپاڅېږي.
علامه ابن تیمیه رحمهالله په خپل کتاب کې داسې لیکي: «کله چې د خوارجو موضوع په اسلامي امت کې خپره شوه، صحابه کرامو رضیاللهعنهم د هغوی په اړه خبرې پیل کړې، له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه یې د هغوی په اړه راغلي احادیث روایت کړل او هغه قرآني دلایل یې بیان کړل چې د هغوی نظریات یې ردول؛ تر دې چې د هغوی د عقایدو بدعتوالی د خلکو ترمنځ څرګند شو.» له همدې امله، د هر مسلمان لپاره اړینه ده چې د خوارجو، دې تکفیري او افراطي ډلې، په اړه معلومات ترلاسه کړي.
امام نووي رحمهالله فرمایي: «وسُمُوا خوارج لخروجهم عن الجماعة، وقيل لخروجهم عن طريق الجماعة».
«هغوی ته د مسلمانانو له جماعت څخه د وتلو، یا د مسلمانانو له لارې او طریقې څخه د وتلو له امله خوارج ویل شوي دي.»
څرنګه چې خوارج د خپل ناسم فهم او غلط برداشت له مخې، په بېلابېلو زمانو کې د ځانګړو عقایدو پر بنسټ پاڅونونه او سرغړونې کوي او ځانګړې نښې او صفتونه لري چې د اسلام رسول صلیاللهعلیهوسلم په ګڼو احادیثو کې بیان کړي دي، نو ما هم اړینه وبلله چې دغه احادیث تر یوه بریده تشریح او توضیح کړم، څو د دې ګمراهې فرقې په پېژندلو کې مرسته وکړي.
د راجح قول له مخې، د دې ډلې لومړني کس د ځمکې پر مخ د انسانانو پر تر ټولو غوره شخصیت، د عدالت او هدایت پر لارښود، حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم، پاڅون وکړ. دا هغه مهال وو چې ذوالخویصره، دغه بېادبه خارجي، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په وړاندې بېادبي وکړه.
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له وفات وروسته، د حروریه خوارج د بدعتپالو له هغو لومړنیو ډلو څخه وو چې د اهل سنت والجماعت له لارې بېل شول؛ په داسې حال کې چې د راشدو خلفاوو، مهاجرینو او انصارو ځینې کسان لا ژوندي وو. د دوی دې بېلتون د اسلامي امت یووالی او پیوستون زیانمن کړ.
د خوارجو لومړنۍ رسمي راټولېدنه د حضرت عثمان رضیاللهعنه له شهادت، د جمل او صفین په جګړو کې د هغوی له ګډون او له سبائیه فرقې (چې مشري یې منافق یهودي عبدالله بن سبا کوله) سره د همکارۍ وروسته رامنځته شوه. هغوی هغه مهال سر راپورته کړ چې مسلمانانو د سولې وړاندیز وکړ او یو موټی شول؛ وروسته د حروراء په سیمه کې راټول شول.
د خوارجو پاڅونونه تل د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف او شخړو پر مهال رامنځته کېږي او هغوی تل د مسلمانانو د یووالي د له منځه وړلو هڅه کوي. د تاریخ په اوږدو کې د خوارجو ډله د اسلام د له منځه وړلو او د مسلمانانو د متحد صف د ماتولو په فکر کې وه. دوی هڅه کوي چې د امت غوره شخصیتونه او د محمدي شریعت مدافعین له منځه یوسي، څو ګران اسلام کمزوری شي او د اسلام دښمنان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
له دې سره سره، باید دې ټکي ته پام وشي چې د خوارجو پېژندنه باید په قرآن عظیمالشان او معتبرو احادیثو کې د بیان شویو ځانګړنو پر بنسټ وي. یوازې د فکري یا سیاسي اختلاف له امله، له دلیل او څېړنې پرته، هېڅ فرد یا ډله باید خوارج ونه بلل شي.
له همدې امله، د خوارجو تاریخي پېژندنه د هغو احادیثو د سم فهم لپاره سریزه ده چې د دوی په اړه راغلي دي. د مقالې په راتلونکو برخو کې به د هغوی هره مهمه نښه په جلا توګه وڅېړل شي؛ لکه په دین کې له حده تېرېدل، له ناسم فهم سره سره د عبادت ډېرښت، د مسلمانانو تکفیرول، د قرآن عظیمالشان سطحي فهم، توندخویي او له اعتدال څخه انحراف.













































