نړیوال نظم (International Order) د نړیوال سیاست له اساسي مفاهیمو څخه ګڼل کېږي، چې د قدرت وېش، د دولتونو ترمنځ د اړیکو بڼه، او د حاکمو ارزښتونو ټولګه پکې نغښتې وي. د تاریخ په اوږدو کې هر ځل چې نړیوال نظم بدلون موندلی، نو ورسره د نړۍ ملتونه او تمدنونه هم د تحول له بهیر سره مخ شوي دي. دا بدلونونه کله د پرمختګ، ثبات او همکارۍ لامل ګرځېدلي او کله بیا د ضعف، تجزیې او بېثباتۍ سبب شوي دي.
اسلامي امت هم له دغو نړیوالو تحولاتو بېبرخې نه دی پاتې شوی. په ځانګړي ډول، د لومړۍ نړیوالې جګړې (1914–1918) پای او د هغې سیاسي پایلو د اسلامي نړۍ لپاره یو ژور تاریخي بدلون رامنځته کړ. د دې جګړې وروسته، د عثماني خلافت زوال، چې د اسلامي یووالي یو مهم سیاسي او سمبولیک بنسټ و، د اسلامي نړۍ د تجزیې او ټوټه کېدو لامل شو. د سایکس–پیکو تړون په څېر استعماري تړونونو اسلامي نړۍ په مصنوعي سرحدونو ووېشله، او پر ځای یې نشنلیستي دولتونه رامنځته شول چې ډېری یې د لوېدیځو قدرتونو تر سیاسي، اقتصادي او امنیتي اغېز لاندې وو.
له همدې امله، اسلامي نړۍ له یو نسبتاً متحد او اغېزناک ژئوپولیتیک موقعیت څخه د ضعف، انحصار او تابعیت حالت ته ولوېده. دا بدلون که څه هم د نړیوال نظم د عمومي تحول یوه برخه وه، خو د اسلامي امت لپاره یې منفي پایلې درلودې، ځکه چې د داخلي انسجام پر ځای تجزیه، او د خپلواکۍ پر ځای وابستګي رامنځته شوه.
په معاصر پړاو کې، نړیوال نظام یو ځل بیا د بدلون په حال کې دی. د یو قطبي نظام (Unipolarity)، چې تر ډېره د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې و، ورو ورو د څو قطبي نظام (Multipolarity) پر لور حرکت کوي، چې پکې د چین، روسیې او نورو سیمهییزو قدرتونو رول مخ په زیاتېدو دی. دغه بدلونونه نه یوازې د قدرت په وېش کې تغیر راولي، بلکې د نړیوالو قواعدو، ائتلافونو او ستراتیژیکو تعاملاتو په بڼه هم ژور اغېز کوي.
د نړیوالو اړیکو د نظریاتو له مخې، لکه Realism ټینګار کوي چې دولتونه باید د قدرت د اعظمي کولو او د ملي ګټو د ساتنې لپاره له هر فرصت څخه ګټه واخلي، حال دا چې Constructivism د هویت، ارزښتونو او مفکورو رول مهم ګڼي. په همدې اساس، اسلامي امت ته په کار ده چې له روانو نړیوالو بدلونونو څخه د فرصت په توګه استفاده وکړي، نه دا چې یوازې یې د تهدید په سترګه وګوري.
اسلامي نړۍ باید لومړی خپل ځان وپېژني او داخلي وضعیت وارزوي: سیاسي تفرقې، اقتصادي کمزوري، او فکري بېثباتي هغه عوامل دي چې د بهرنیو مداخلو زمینه برابروي. له دې سره سره، د ګډو ارزښتونو، تاریخي هویت او جیوپولیتیک موقعیت پر بنسټ، د همکارۍ او یووالي امکان لا هم موجود دی.
په پایله کې، که اسلامي امت وکولای شي چې د نړیوال نظم د بدلون په دې حساس پړاو کې ستراتیژیک لید خپل کړي، داخلي انسجام پیاوړی کړي، او د نړیوالو تحولاتو مدیریت په فعاله توګه ترسره کړي، نو کولای شي له یو منفعل حالت څخه فعال او اغېزناک رول ته انتقال ومومي. دا به نه یوازې د اسلامي نړۍ د بیا راژوندي کېدو سبب شي، بلکې د نړیوالو تعاملاتو په ډګر کې به یې موقف هم پیاوړی کړي.







































