د نړۍ د مسلمانانو په هکله د داعشیانو تعامل او د قرآن لارښوونه

#image_title

م. عبدالبر موحد

 

الله جل جلاله په قرآن کريم کې په متعددو ځایونو کې له مسلمانانو څخه تعبیر په “انفس” کړی دی یعني هر مسلمان د بل مسلمان وجود دی

لکه رب العلمین فرمایي: ولا تلمزوا أنفسکم ( خپلو ځانونو یعني مسلمانانو وروڼو باندې عیب مه لګوئ)

 

ولا تقتلوا أنفسکم (خپل ځانونه یعني مسلمانان وروڼه مه وژنئ)

 

لولا اذ سمعتموه ظن المؤمنون والمؤمنات بأنفسهم خیرا (چې کله مو تهمت واورید ولې مسلمانو سړیو او ښځو په خپلو ځانونو یعني په یو او بل د خیر ګومان ونه کړ)

 

ولا تخرجون أنفسکم من دیارکم (تاسو به خپل ځانونه یعني مسلمانان وروڼه له خپلو کلیو څخه نه باسئ)

 

د اسلام تعلیم دا دی چې د مسلمان ورور په مقابل کې هره کړنه داسې فرض کړه لکه خپل ځان سره یې چې کوې او قاعده هم داسې ده چې: کما تدین تدان

که د نن زمانې د خوارجو داعشیانو روش او تګلارې ته متوجه شو نو د اسلام له دغو اصولو څخه سل فیصده مخالف روان دي، هیڅ مسلمان ته د ورور یا د خپل ځان په سترګه نه ګوري بلکې د مرتد او بیګانه په سترګه ورته ګوري له همدې امله خو یې ځان، مال او ناموس مباح بولي.

 

د دوی زعمِ باطل دا دی چې یوازې موږ مسلمانان یو او زموږ ډله زموږ وجود دی، له موږ ما وراء هیڅ مسلمان نشته نو څنګه یې خپل وجود وبولو؟

 

د ټولې اسلامي خاورې ٠.٠١ فیصد ټولي کې اسلام منحصروي او پاتې ٩٩.٩٩ فیصده مسلمانانو څخه اسلام نفي کوي، دې ته وایي انصاف!!!

 

د نړۍ مسلمانانو خو کفر بواح نه دی کړی نو دوی یې ولې تکفیروي؟ یو لامل یې دا دی چې دوی په ګناه کبیره سره هم مسلمانان تکفیروي او بل له دې امله چې د خپلو آباوو په نقش قدم “اذا کفر الراعي کفرت الرعیة” خارجي قانون باندې روان دي یعني چې راعي او حاکم کافر شي (علی زعمهم) نو رعیت خپل په خپله کافر کیږي العیاذ بالله. له همدې امله خو هر مسجد، خانقاه، بازار او کلیو کې انفجارات او بریدونه کوي او ناحقه د مسلمانانو وینې تویوي.

الله دې د دوی له شر څخه مسلمه امت د تل لپاره خوندي کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version