د نفتو تاريخي تړون له يوې بلې زاويې

عبدالرحيم ترين

چين سره نن یو تاريخي ستر دتيلو داستخراج تړون لاسليک شو داسې تړون چې په ورستيو لسيزو کې یې څارئ نه لیدل کیږي.

د جنګ ځپلي او امپراتوریو دقبر او خپلواک افغانستان لخوا يو داسې تړون لاسليک په لاندې څو نقطو تاريخي او دافغانستان را پورته کيدو نه منکر کيدو نښه او ثبوت ده.
سياسي اړخ
په سياسي لحاظ دې ستر تړون افغانستان سره د نورې نړۍ د راکړې ورکړې هغه بندې دروازې خلاصې کړې چې استدلال به یې وو چې دا هيواد په رسمیت نه وو پيژندل شوئ. بغير له رسمیت پیژندنې چين دې داسې ستر تړون لاسليک سره خپل اقتصادي رقيبان ته يو داسې ګذار ورکړ چې په له غربي نړۍ سره به په اقتصادي جګړې ورته حياتي ارزښت ولري.

افغانستان په سياست کې د چين دې ته تمه چمتو کول چې داسې ستر تړون بغير له رسمیت لاسليک کړي تاريخي لاسته راوړنه ده او دا لاسته راوړنه به د چين له تاثير لاندې هيوادونو باندې مستقيم اغيز ولري چې افغانستان سره اړيکې عادي او راکړه ورکړه ورسره پیل کړي.

اقتصادي اړخ
د طبيعي سرچينو پر سر پروت اسیایي زړه افغانستان ته دا ډول پروژې حياتي او د راتلونکي لپاره یې د اکسيجن ارزښت لري او الحمدلله چې دا اکسیجن مو پیدا کړ. له قوش تپی کانال وروسته چې د اقتصادي ودې په ترڅ او پرمختګ کې په سيميزې کچې بې مخينه ده.

خو ددې تړون توپير او لاسته راوړنه په دې کې ده چې څنګه مو بهرنئ دنړۍ دوهم قوي اقتصادي هيواد ددې نفتو د استخراج لپاره چمتو کړ او اماده ده چې افغانستان له خپلو شتمنيو په ځان بسيا او اقتصادي پرمختګ ور په برخه کړي.

اقتصادي برخه کې دې تړون سره به ډيرې بندې دروازې خلاصې کړي او هم ورسره د افغانستان هغه ريکارډ مات شي چې تل د وراداتو برخه یې له صادارتو زياته وي او همدې کسر سره افغان اقتصاد په پښو نشې دريدلی.

اقتصادي ستونزې به ورسره حل او افغانستان به دسیمې هیوادونو له اقتصادي اشغال او فشار وژغورل شي کوم اشغال او فشار چې تل د خپلو ګټو لپاره کارولکيدل او دلته په واکمنو به یې خپلې ناوړه غوښتنې منلې.

د پانګونې برخه
دې تړون سره نړيوالو هغو شرکتونو ته لار هواره شوه چې پخوا به د رسميت پيژندلو او نورو ستونزو له امله يې زړه نه ښه کوو چې افغانستان کې پانګونه وکړي خو هيله یې زياته وه ځکه له افغان زيربناوو استخراج سره زياته ګټه په کم قيمت ترلاسه کولی شې او افغانستان په دې وخت کې اعظمي ګټې ته دومره ضرورت نه لري لکه د پانګونې جلبولو ته.

پانګوال او شرکتونه به په آزاد زړه راځي او دلته به سرمایه ګذاری کوي او که نن په نفتو کې پانګونه وه سبا به د ډبرو سکرو او بله ورځ به په ميس عينک او د بریښنايي پروژوکې.

دا لړۍ به دوام ولري او ان شاء الله چې دوام به وکړي.

د امنيت لاسته راوړنه ددې تړون لاسليک سره د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه والي ثبوت او دليل نړۍ ته وړاندې شو، چې په دومره ستره کچه يوه شرکت څنګه چمتو شو چې پانګونه وکړي.

خو دې شرکت او په ټوله کې چين له تير يو نيم کال د افغانستان وضعيت او حالت له نږدې وڅاره او ورته په ثبوت ورسیده چې نور دلته د پرديو د لاس الې او مقاومتونه نتیجه نه ورکوي او ددې خاورې واقعي بچيان همدا دي.

کوم چې پرون د سر په بیه د اشغالګرو په وړاندی وجنګېدل او هيواد یې ازاد کړ او دا ده نن د سر او ځان په قربانيو سره د هيواد ‏دفاع کوي او پردي پالو ته په دې خاورې کې د بې ثباتۍ اجازه نه ورکوي.

دا ټول کرډيټ افغان اتلو ځواکونو ته ځي چې شپه او ورځ د هيوادوالو د ساتنې او د هيواد د دفاع لپاره چمتو دي همدا اتلان دي. امنيتي وضعيت اوسنۍ مو د نړۍ د ډيرو هيوادونو په پرتله عالي‌ ده او دا ډول تړونونه ددې ښکارهثبوت ده.

د افغانستان د اتحاد برخه
پرون مو قوش تپی کانال په شمال کې افتتاح کړ او دا افتتاح ددې ښودنه کوي چې مونږ ته شمال او جنوب مهم نه ده بلکې مونږ په ټول هيواد کې ددې ډول تاريخي پروژو پيل ته ژمن يو. پرون قوش تپی کانال ځکه هلته پيل شو چې شمال او ښی لاس د وجود د افغانستان د رب لخوا په بې سارو طبيعي منابعو پوښل شوي دي.

نن د نفتو د استخراج تړون سره به زموږ د شمال ورونو درک کړي وي او ثابته شوې به یې ورته چې پرونیو واکمنو چې د نني نظام په مشرانو او کسانو پسې زهرجن تبليغات ورته کول د بادارانو د پروژو تطبيق او دا ولس په شته شتمنيو کې د پرديو د شومواهدافو لپاره قرباني کوي.

دلته ټول افغانستان يو وجود ده او دا اوسني واکمن په عمل کې ثابتوي چې افغانستان متحد ده. د بدخشان واخان يادول او د زاني دوستم د نفوس لاندې جوزجان ، سرپل او فارياب ولايتونو کې ددې پروژه د کار واقعي خدمت او يووالي نښه ښودل په عمل کې ثابتول دي.

متحد افغانستان څنګه چې متحد وو تل به متحد وي او ان شاء الله چې ټول هغه پردې پال او غرب ميشت چې ددې هيواد د تجزيې خوبونه ويني دا خوبونه به ګور ته یوسي. نور ډير ښه زيري او پرمختګونه به ان شاء الله له ځان سره ولري او دا زما لیکنه په ياد ولرئ، چې مونږ ته به ددې تړون لاسليک سره د اقتصادي ځان بسيانې او پرمختګ لپاره به بندې دروازې خلاصې شي ان شاء الله.

ډير څه بايد په ډې تړون وليکل شي خو زما کوچني ذهن کې دومره څه وو نور بيا بل وخت ان شاء الله.
افغانستان دې اباد او داسې د پرمختګ د خبرونو شاهد وي.
په درنښت عبدالرحيم ترين
‎#اقتصاد

عبدالرحيم تريننفتو تړون

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version