د مارچ د ۲۲تمې په ماښام د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار کې د کروکوس هال په نوم تالار کې د موسیقي کنسرت ته پر راټولو شویو خلکو څلورو تاجکستاني اتباعو برید وکړ او سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. څو ساعته وروسته د داعشي خوارجو رسمي مطبوعاتي اژانس د برید پړه پر غاړه واخیسته.
مطبوعاتي داعشیان په دې ډېره خوښي ښکاره کوي چې برید د عیاشۍ او فحاشۍ پر یوه مرکز شوی دی. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د بریدګرو له جملې پخپله یوه کس د فحاشۍ په جرم شپږ کاله زندان تېر کړی دی.
فریدون شمس الدین:
د کروکوس هال برید څلورو تاجکستانیانو وکړ، چې یو هم پکې فریدون شمس الدین دی. فریدون د تاجکستان د حصار ښار د لویوبه کلي اوسېدونکی دی، دیني تعلیم نه لري، واده یې کړی او اته میاشتنی ماشوم لري.
د فریدون د تره ښځې تاجکستاني رسنیو ته ویلي چې نوموړی شپږ میاشتې وړاندې روسیې ته تللی و. روسیې ته تر تګ مخکې یې د حصار ښار په یوه نانوايي کې کار کاوه.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د فریدون د کلیوالو او خپلوانو له قوله لیکلي چې نوموړی په ۲۰۱۴ز کال کې د مکتب په اووم صنف کې و، خو په همدې کال د یوه شپږ کلن ماشوم د جنسي ځورونې په جرم ونیول شو او د شپږ کاله بند حکم ورباندې وشو. د بند د مودې تر پوره کولو وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې راخوشی شو او په ۲۰۲۲ز کال کې یې واده وکړ.
(https://www.ozodi.org/a/32884168.html)
د اسیا پلس په نوم یوې بلې تاجکستاني رسنۍ د نوموړي د یوه خپلوان له قوله لیکلي چې فریدون ډېر مذهبي نه و، نه یې روژه نیوله او نه یې هم لمونځ کاوه.
(https://asiaplustj.info/news/tajikistan/laworder/20240327/chto-izvestno-ob-arestovannih-po-delu-o-napadenii-na-krokus-siti-holl)
نتیجه:
داعشي خوارج خپل ټول جنګیالي د تقدس تر کچې رسوي او خلکو ته دا تاثر ورکوي چې د ځمکې پر مخ تر ټولو پاک او متقيان خلک همدوی دي، حال دا چې د زیاترو ماضي یې د فریدون په څېر له جرمونو او له دینه له لیریوالي ډکه وي. د داسې تاریکې سابقې درلودونکي کسان د دیني پوهې د نشتوالي له امله ډېر ژر د داعشيانو په دام کې راګرځي او د خوارجو له همېشني عادت سره سم، همدا کس چې دوه درې کاله وړاندې د خپل اوسني دریځ له مخې پخپله کافر و له ځان پرته په نړۍ کې بل مسلمان نه ویني.
تبصرې 1