د فلسطین په مقدسه ځمکه روان وحشتونه

ماهر بلال

فلسطین هغه نوم چې مونږ ورسره دیني جوړښت لرو، فلسطین هغه ځای چې د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې بیت المقدس له وجې زیات شهرت لري، فلسطین هغه مقدس ځای چې د ارض الانبیاء صفت لري (اګرچه د شام ټوله خاوره ارض الانبیاء بلل کیږي خو د فلسطین اهمیت له نور شام څخه زیات دی.)
د فلسطین د نامه په یادیدو هر مسلمان ته خپله اشغال شوې ځمکه او د اسلام مبارک دین مقدسه ځمکه وریادیږي چې عبارت یې له بیت المقدس څخه دی.
د بیت المقدس اهمیت د درې ادیانو سره په ډیره لوړه کچه دی؛ د مسیحيت پیروان یې د حضرت عیسی علیه السلام له وجې د احترام قایل دي او هر وخت یې د دې مقدسې خاورې د لاندې کولو کوشش کړی. دویم یهودان دي، یهودو ته یې د تقدس وجه هیکل سلیماني یادولی شو، درېم د اسلام مبین دین دی چې له دې دواړو دینونو څخه ورته د فلسطین ځمکه په ځانګړې توګه مقدسه او مهمه ده. اسلام او مسلمانانو ته ددې ځمکې تقدس د انبیاء کرامو علیهم السلام له وخته راپاتې دی؛ د آدم علیه السلام څخه رانیولې تر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دا ځای د انبیاء کرامو په وجه ځانګړی اهمیت لري.
د مسلمانانو په هرې واکمنۍ کې ددغې خاورې د استقلال لپاره ډیر کوششونه شوي او لا هم دوام لري؛ د اسلام مبین دین له صدور څخه تراوسه په دې خاوره هر څوک د خپل حاکمیت په کوشش کې دي. ډیر ځله دا ځمکه د مؤمنانو په حاکمیت کې پاتې شوې خو له بده مرغه د عثماني خلافت له ړنګیدو وروسته دا پاکه مقدسه خاوره هم د مؤمنانو له سپیڅلي حاکمیت ووتله، له هغه وخته راوروسته مؤمنانو د فلسطین د حقیقي آزادۍ هڅې ګړندۍ ساتلي چې لاتراوسه دوام لري.
د مسیحیت او یهودیت پیروان د فلسطین ځمکه ډېره د قدر وړ بولي او په ظاهره ورته زیات احترام لري خو د دواړو ادیانو لارویان د مسلمانانو په شان تقدس ته نشي رسیدلی، نه یې د تقدس کچې ته رسیدلی شي او نه هم په خپله دعوه کې رښتوني کیدلی شي یعنې په خپلې ادعا کې کاذب دي.
په اخر وختو کې د اسلام د وروستني خلافت (عثماني خلافت) له ړنګیدو وروسته د فلسطین له مقدسې ځمکې هم د عثماني خلافت بیرغ او د مسلمانانو برم په ځمکه غورځیدلی.
د فلسطین په غزه کې اوس د ډیر تأسف وړ حالت روان دی، له سلو ډیرې ورځې وشوې چې د اسرایلي وحشیانو لخوا فلسطیني مظلوم وګړي په نښه کیږي، هره ورځ لسګونه او سلګونه خلک چې ټول یې عام وګړي دي، د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په شهادت رسول کیږي، د فلسطین په ډېرو برخو کې داسې حالت دی چې هرڅوک یې غمژن کړي، مسلمانان خو لا پرېږده چې ځینې کفار هم هلته روان جارحیت د فلسطینیانو په حق کې ظلم بولي، د ظلم او بربریت خو یې دا حال دی چې حیوانات هم ترې امن غواړي، د یهودي ظالمانو د وحشت نښه ماشومان، زنانه او سپین ږیري دي. ددوی له ظلم د مور په ګیډه کې ماشوم هم پناه غواړي، وحشتونه یې تردې حده رسیدلي چې خپله وحشت هم ترې برأت اعلانوي.
د نوي نړیوال نظم چې تادا یې په ظلم و جبر سره شوې ددغه ظلم په مقابل کې یو ټکی هم نه وایي، هغه نړیوال سازمانونه چې نوم یې د انساني حقوقو په بنیاد ایښی خو په فلسطین کې روان وحشت د ټولو انسانانو مسلم حقوق تر پښو لاندې کول، د دوی په قاموس کې حقوق نه ګڼل کیږي.
د دغه صهیونیستي او وحشي قوم بربریت، ظلمونو او نارواوو ته چا د بندیدو ګوته ونه نیوله، غیر له یو څو غیرتمندو مؤمنانو. په فلسطین کې د دوی له میشت کیدو څخه تراوسه دوی داسې نارواوې وکړې چې د انسانیت او بشریت په قاموس کې به کمې تکرار شوي وي. ټولې نړۍ د اسرائیلو پوځ او استخبارات د نړۍ تر ټولو ځواکمن ځواک باله خو د فلسطین غیرتي مجاهدینو ددغې کاذبې ویرې خاتمه وکړه او په یهودو یې داسې یرغل وکړ چې د دوی ټول کاذب ځواک او قوت یې تالاترغۍ کړ، دغه صهیونیستي ټبر چې د مقابلې په ډګر کې له پښو ولوېد نو د غزې په مظلومو مسلمانانو یې ړندې بمبارۍ پیل کړې، داسې بمبارۍ چې تراوسه یې تقریبا یو نیم لک پورې مظلوم فلسطینان شهیدان کړي چې تر نیمایي یې کمکي ماشومان او ښځې دي.

عرب مسلمان د فلسطین په حق کې سل په سله ملامت دي.
د تیر ز کال د اکتوبر په میاشت کې د طوفان الاقصی په نوم د حماس مجاهدینو لخوا شروع شوي عملیات په کامله توګه کامیابه او کامران وو خو د جګړې له پیله تراوسه عرب حکمرانان غلي دي. دا ښکاره خبره ده چې دوی له امریکا، فرانسې، بریتانیا او اسرائیلو سره پراخ پټ تعهدات کړي چې دوی به د غزې اړوند یو ټکی هم له خولې ونه باسي، اوسني عرب حاکمانو ته دا لویه د بې غیرتۍ خبره ده چې په خوا کې یې په مسلمانانو ظلمونه روان دي او دی په خپل هیواد کې د شرابو تجارت ته بسم الله کوي.

خو دا د پوښتنې خبره ده چې امریکا، غربي نړۍ او عربي هېوادونه ولې په دې اړه چُپ دي؟ د دغو چپیانو هغه د بشر د حقوقو شعارونه څه شول؟ ایا دوی په فلسطین کې روان وحشت نه ګوري؟ د یهودي رژیم په روانو وحشیانه شیطاني کړنو ولې غلي دي؟
هرڅه ویني او ښه پرې پوهیږي خو خبره د اسلام او مسلمانانو ده نو ځکه غلي دي.
الله عزوجل دې د مؤمنانو ناصر شي او د وحشي ظالمو یهودانو دې الله تعالی مکمله خاتمه وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version