ملي غیرت هغه پټه، خو په عین حال کې څرګنده روحیه ده چې د تاریخ په تر ټولو سختو شېبو کې د یوه ملت له تل څخه راټوکېږي. دا مفهوم یوازې یو عاطفي شعار نه، بلکې یو ستراتیژیک حقیقت دی؛ هغه ځواک دی چې د سختو توپانونو پر وړاندې د ټولنې جوړښت ټینګوي، بېلابېلې برخې یې سره نښلوي او د بقا توان وربښي. د افغانستان په لوړو ژورو ډک تاریخ کې لږو پېښو د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د ۲۸مې په څېر دا مفهوم د ازمېښت ډګر ته راویستی او د هغه رښتینی ماهیت یې څرګند کړی دی.
د زمري د ۲۸مې په پېښه کې د ملي غیرت د ونډې د درک لپاره، باید کلونه شاته ولاړ شو. نږدې یوه پېړۍ، له لومړۍ افغان ـ انګلیس جګړې څخه تر درېیمې جګړې پورې، افغان ملت دې ژور باور ته رسېدلی و چې د هغه فرهنګي بقا او دیني هویت د خپلواکۍ له ساتنې سره تړلی دی. دغه باور د خټو له کورونو او د کلیو له جوماتونو څخه راټوکېدلی و او ورو ورو په یوه ټولیز فکر او ګډ ذهنیت بدل شو.
پلرونو خپلو زامنو ته هغه ورځې بیانولې چې نیکونو یې په خپلو لاس جوړو تورو د برېتانوي توپخانې پر وړاندې درېدلي وو او هغوی ته یې ورزده کول چې «عزت» تر «ژوند» ډېر ارزښت لري. له یوه نسل څخه بل نسل ته د دغو ارزښتونو لېږد په ۱۲۹۸ کال کې د یوه ټولیز ملي غیرت د راڅرګندېدو لپاره فکري او رواني زمینه برابره کړه.
کله چې افغان ولس د ۱۹۱۹ کال په مې میاشت کې د برېتانوي امپراتورۍ پر وړاندې د جهاد بیرغ پورته کړ، همدغه ملي غیرت په یوه ستره ولسي انګېزه بدل شو. هغه بزګر چې خپله کرنه یې پرېښوده او د جګړې ډګر ته ولاړ؛ هغه سوداګر چې خپله پانګه یې د مهماتو د برابرولو لپاره دولت ته وسپارله؛ او هغه ښځه چې د محاصرې په سختو ورځو کې یې له خپل کوره د جهاد او مبارزې سنګرونو ته خوراکي توکي رسول، ټول د دغه غیرت څرګندې بېلګې وې.
د ټولنې بېلابېلو قشرونو، پرته له کومې تمې او د خطرونو په بشپړ درک او پوهاوي سره، اوږه په اوږه ودرېدل. ملي غیرت د قومي او ژبنیو پولو څخه واوښت او د یوه ځواکمن دښمن پر وړاندې یې یوه متحده جبهه رامنځته کړه. ښايي په هغه وخت کې د ملي غیرت تر ټولو مهمه پایله همدا یووالی و؛ ځکه له هغه پرته، پوځي بریا، که هر څومره له تدبیر او ښه پلان سره هم مل وه، ناممکنه برېښېده.
د پام وړ ټکی د ملي غیرت او د زمري د ۲۸مې د بریا ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه ده. له یوې خوا، همدغه غیرت د مقاومت محرک ځواک و؛ او له بلې خوا، په درېیمه جګړه کې بریا دغه غیرت یې د ملي ځانباورۍ داسې کچې ته ورساوه چې تر هغه وړاندې یې ساری نه لیدل کېده. د زمري په ۲۸مه د خپلواکۍ اعلان یوازې یوه حقوقي پېښه نه وه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره یوه ستره اخلاقي بریا هم وه. دې ورځې افغانانو ته ثابته کړه چې د ملي غیرت او یووالي پر مټ کولای شي خپل برخلیک په خپله وټاکي او د سترو قدرتونو د زورواکۍ پر وړاندې ودرېږي.
خو د ملي غیرت مفهوم یوازې د جګړې تر ډګر پورې محدود نه دی. د زمري د ۲۸مې له بریا وروسته، دغه مفهوم نوي پړاو ته داخل شو. تازه خپلواک شوي دولت له سترو ننګونو سره مخ و؛ له یوې خوا د برېتانیا اقتصادي بندیزونه او له بلې خوا کورنۍ ناکرارۍ. په داسې شرایطو کې، ملي غیرت د «د لاستهراوړنې د ساتلو لپاره د سختیو زغملو» په معنا تعبیر شو. د افغانستان خلکو وښودله چې دغه غیرت یوازې د پوځي شخړو پر مهال نه راژوندی کېږي، بلکې د اقتصادي محاصرې په تورو ورځو کې هم پرې تکیه کېدای شي. د لوږې او محرومیتونو پر وړاندې د هغوی صبر او استقامت د ملي غیرت بل فصل پرانیست؛ داسې فصل چې ارزښت یې په جګړه کې له مېړانې او زړورتیا څخه کم نه و.
له فلسفي پلوه، د زمري په ۲۸مه ملي غیرت د هویت پر وړاندې د ګواښ په مقابل کې یو ډول «وجودي غبرګون» و. استعمارګرو نه یوازې غوښتل چې د افغانستان سرچینې لوټ کړي، بلکې هڅه یې کوله چې د دې ملت ارزښتي نظام هم بدل کړي. په داسې شرایطو کې، ملي غیرت د یوه دفاعي ډال په توګه عمل وکړ او د ملت ګډ هویت یې له فرهنګي او سیاسي یرغل څخه خوندي کړ. دغه ډال د نن ورځې نسل لپاره هم یو ستر درس لري: غیرت یو ولاړ مفهوم نه دی، بلکې باید په هره زمانه کې د نوو ګواښونو او ننګونو له مخې بیا تعریف شي.
د زمري ۲۸مې موږ ته دا را زده کړل چې ملي غیرت یوازې د همدلي او له شخصي ګټو څخه د تېرېدو په سیوري کې خپل بشپړ مفهوم مومي. کله چې یو ملت خپلې ګټې د یوه لوړ او ګډ هدف په رڼا کې تعریف کړي، ځواک یې څو برابره کېږي. نن چې افغانستان له نوو ننګونو سره مخ دی، د دې حقیقت يادونه نن یوه نهانکارېدونکې اړتیا ده. ملي غیرت، لکه څنګه چې د زمري په ۲۸مه یې استعمار د ماتې تر پولې ورساوه، نن هم کولای شي ملت د ابادۍ، بیا رغونې، پرمختګ او ځانبساینې پر لور بوځي؛ خو په دې شرط چې دغه غیرت د تشو شعارونو له زنځیرونو راووځي او د یوه غوره راتلونکي د جوړولو لپاره په عملي هوډ بدل شي. د زمري ۲۸مه یوازې د ویاړ یوه ورځ نه ده؛ بلکې د تل لپاره یو روښانه لارښود دی.











































