د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرو سره چلند
که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله پیغمبر او تر نورو انسانانو د رتبې له اړخه ډېر لوړ و، خو هغه بې مثاله ټولنيز او ښه اخلاق درلودل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل د ملګرو خوشالي او خوښي غوښتله، هغه به له ملګرو سره د يو عادي ملګري په څېر ژوند کاوه، د هغه د ښو اخلاقو له امله به هغوی هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې نه تنګېدل، بلکې دا به د دوی د خوښۍ مجلس و.
هغه به کوښښ کاوه چې د دې پرځای چې خلک له ده سره په مجلس کې پټه خوله کښېني، تکليف شي، یا یوازې د ده خبرې واوریدل شي، د خلکو طبيعت او خوشالي یې په پام کې نيوله؛ د هغوی خبرې به یې اورېدلې، د هغوی خبرو، کيسو، پوښتنو او غوښتنو ته یې پاملرنه کوله ، پوښتنې به يې په ډېره نيکه، حکيمانه توګه او ښايسته لهجه ځوابولې.
هغه به له ملګرو سره د يو عادي او خوږ ملګري په توګه ژوند کاوه، تر ملګرو به يې ځان لوړ نه بللو؛ بلکې د نورو ملګرو په څېر یې په هر کار او خدمت کې ونډه اخستله؛ د خپلو ملګرو (صحابه وو) مشورې ته به يې پاملرنه کوله او د هغوی نظر چې به ور ته سم معلوم شو، نو عمل به يې پرې کاوه.
سلمان فارسي رضي الله عنه د خندق غزوه کې د خندق کيندلو مشوره ورکړه، وه یې ویل: چې په خلاص میدان کې مقابله کول مناسبه نه ده، د سلمان فارسي رضي الله عنه مشوره يې ومنله او عملاً يې د خندق په کیندلو کار پیل کړ.
سماك بن حرب وايي: حدثنا سماك عن جابر بن سمرة قال: قلت له: أكنت تجالس رسول الله ؟ قال: نعم كان طويل الصمت و كان أصحابه يتناشدون الشعر عنده و يذكرون أشياء من أمر الجاهلية و يضحكون فيبتسم معهم إذا ضحكوا.رواه البيهقي في دلائل النبوة
جابر بن سمرة ته مې وويل: آيا تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مجلس کاوه؟ هغه وويل: هو هغه صلی الله علیه وسلم به ډېر وخت پټه خوله و، ملګرو به يې له ده سره مجلس کې شعرونه ويل، د جاهليت د وخت کيسې به يې کولي، خندل به يې؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم به مسکی کېده، د هغوی د خندا په وخت کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم مسکا کوله.
مشهور صحابي زيد بن ثابت رضي الله عنه وايي: حدثني الوليد بن أبي الوليد أن سليمان بن خارجة حدثه عن أبيه أن نفرا من أهل العراق دخلوا علی زيد بن ثابت فقال: کنا مع رسول الله ﷺ فاذا ذكرنا الدنيا ذکرها معنا و إذا ذكرنا الآخرة ذكرها معنا و إذا ذكرنا الطعام ذكره معنا. رواه الترمذي في الشمائل
موږ چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دنيوي موضوعاتو په اړه خبرې کولې، هغه به په هغې موضوع کې راسره خبرې کولي؛ که به مو د آخرت په اړه ورسره خبرې کولې، نو د آخرت په اړه به يې خبرې راسره کولي؛ که به مو د خوړو په اړه خبرې ورسره کولې، په هم هغه اړه به يې خبرې را سره کولې.
انس ابن مالک رضی الله عنه وایي: «خدمت رسول الله صلى الله عليه وسلم عشر سنين. والله! ما قال لي: أفا قط. ولا قال لي لشيء: لم فعلت كذا؟ وهلا فعلت كذا؟»«صحيح مسلم» (4/ 1804 )
ما لس کاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، خو هېڅکله یې راته ونه ویل: ‘تا دا ولې وکړل؟’ یا ‘ولې دې داسې ونه کړل؟’.”
دا ښيي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق څومره نرم او ښه و، او هغه څومره د ښایسته اخلاقو څښتن و، هیڅکله یې سخت غبرګون نه ښوده، هیڅ وخت یې داسې څه نه ویل چې دده د کشر خدمت کونکي انس رضي الله عنه د خپګان او زړه بدي لامل شوي وای.