د رسول الله صلى الله عليه وسلم نسب

مولوي عصمت الله عزام

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد

په الرحيق المختوم کي د نسب په هکله ليکلي دې:

زموږ د  نبي محمد صلی الله صلى الله عليه وسلم نسب درې برخي لري، يوه برخه هغه ده چي د  هغه په صحت ټول اهل سير او انساب متفق دې،  د ا هغه برخه ده چي له نبي عليه السلام څخه شروع اوانتهاءيې ترعد نان پوري ده.

بله برخه هغه ده چي په هغه کي اختلاف شوی،  ځيني ئې په هکله توقف کوي اوځيني ئې قائل دي (مني ئې) د ا تر عد نان پورته بيا تر ابراهيم عليه السلام پوري.

خو په دې کي ټول متفق دي چي عد نان د  اسماعيل عليه السلام له اولاد  څخه دی.

د ريمه برخه ئې هغه ده چي موږئې په اړه شک نه کوو چي په دې کي ناسم شيان شته،  د ا هغه ده چي له ابراهيم عليه السلام پورته اوبياترآد م علیه السلام پوري ده.

د  نبي عليه السلام پاک نسب په ترتيب سره په دې ډول دی :

لومړۍ برخه : محمد (صلی الله عليه وسلم) د  عبد  الله زوی دی،  هغه د عبد  المطلب زوی دی ـ او د  هغه نوم شَيْبَة ـ دی چي د  هاشم زوی دی ـ  چي نوم ئې عمرو ـ دی چي د عبد  مناف،  زوی دی اونوم ئې مغيرة دی چي د  قصَىّ ـ زوی دی چي نوم ئې زيد  دی،  د  كِلاب زوی دی،  هغه د  مُرَّة،  هغه د  كعب،  هغه د  لؤى هغه د غالب،  هغه د فِهْر ـ زوی دی،  فِهْر د  قُريش لقب لري او ده ته د  قبيلې نسبت کېږي. دی د  مالك زوی دی،  هغه د  نضْر چي نوم ئې قيس دی،  دی د كِنَانة زوی دی،  هغه د  خُزَيْمَة هغه د  مُد رِكة زوی دی اونوم ئې عامر دی،  هغه د  إلياس زوی دی،  هغه د  مُضَر هغه د  نِزَار هغه د  مَعَد  هغه د  عد نان زوی دی.

د وهمه برخه: تر عد نان پورته،  عد نان د  أُد د ،  هغه د  الهَمَيْسَع،  هغه د  سلامان،  هغه د  عَوْص،  هغه د  بوز،  هغه د  قموال،  هغه د  أبي بن عوام،  هغه د  ناشد ،  هغه د حزا،  هغه د  بلد اس،  هغه د  يد لاف،  هغه د  طابخ،  هغه د  جاحم،  هغه د  ناحش،  هغه د  ماخى،  هغه د  عيض،  هغه د  عبقر،  هغه د  عبيد ،  هغه د  الد عا،  هغه د  حَمْد ان،  هغه د  سنبر،  هغه د  يثربى، هغه ديحزن،  هغه د  يلحن، هغه د أرعوى، هغه د عيض،  هغه د ديشان، هغه د عيصر، هغه د أفناد ، هغه د أيهام، هغه د مقصر، هغه د ناحث، هغه د زارح، هغه د سمى،  هغه د مزى، هغه د عوضة، هغه د عرام، هغه د قيد ار، هغه د إسماعيل، هغه د إيراهيم عليهما السلام زوی دی.

د ريمه برخه: تر ابراهيم عليه السلام پورته: ابراهيم عليه السلام د تارَح ـ د ده نوم آزردی، زوی دی،  هغه د ناحور، هغه د ساروع ـ ياساروغ ـ هغه د رَاعُو هغه د فَالَخ هغه د عابر، هغه د شَالَخ، هغه د أرْفَخْشَد ، هغه د سام، هغه د نوح عليه السلام، هغه د لامك، هغه د مَتوشَلخَ، هغه د أَخْنُوخ ـ ويل کېږي چي دی إد ريس پېغمبرعليه السلام دی، ـ هغه ديرْد ، هغه د مَهْلائيل، هغه د قينان، هغه د أنُوش،  هغه د شِيث، هغه د آد م ـ عليهما السلام زوی دی(الرحيق المختوم ص:۴۱)

تر عد نان پوري د نسب په هکله د سيرة النبي المختارمؤلف ليکي:

زه وايم چي د غه نسب د علماووترمنځ اتفاقي دی، تردې وروسته له عد نان څخه تراسماعيل بن ابراهيم پوري، بياله ابراهيم(عليه السلام)څخه ترنوح(عليه السلام)پوري، بياله نوح(علیه السلام)څخه ترآد م

عليهم السلام پوري، په دې اختلاف، زياد ة اونقصان شته .(سيرة النبي المختارص:۸۸ج۱)

د مورله خوانسب ئې :

د پلار له خوانسب ئې مخکي ذکرشو، د مور له خوانسب ئې په دې ډول دی:

مورئې آمنه د وهب لورده، هغه د عبد  مناف هغه د زهرة هغه د كلاب هغه د مرة زوی دی.

د دې معنی د اده چي د نبي عليه السلام نسب د پلارله لوري ا ود مورله لوري په کلاب بن مرة کي سره يوځای کېږي.

کلاب بن مرة د پلارله خواد نبي عليه السلام پنځم نيکه دی اود مورله خوائې څلورم نيکه دی.

د محمد  بن عبد  الله -صلوات الله وسلامه عليه- نسل له مشروع نکاح څخه راغلی دی، د ده په نيکه گانوکي د اسي څوک نه ووچي د جاهليت
په زناسره ملوث شوی وي، بلکي الله پاک ئې اصول هم په پوره پاکولوسره پاک کړي دي.

(القول المبين في سيرة سيد المرسلين ص:۸۰)

د اخبره په احاديثوکي هم راغلې ده نبي عليه السلام فرمائلي دي:

ولد ت من نكاح لا عن سفاح(أخرجه ابن شاذان وغيره كما في “فوائد  ابن قانع ص:۱۶۳ج:۱)

ژباړه:زه له نکاح څخه زېږېد لی يم، له زناڅخه نه يم زېږېد لی !!

د نبي عليه السلام د کورنۍ بيان به ان شاءالله تعالی بياوکړو.

و صلی الله علی نبينامحمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version