د داعش ځپل، زموږ خپل مسؤلیت

افغانانو شل کاله د امریکا په مشرۍ د پنځوسو هیوادونو له اشغالګرو ځواکونو سره داسې مبارزه وکړه چې د نړۍ د ټولو هوښیارانو اټکلونه یې غلط ثابت کړل او بالاخره یې د امریکا په مشرۍ ټول له هیواده تیښتې ته مجبور کړل.

د دې ترڅنګ یې د اشغالګرو او د نړیوالو استخباراتو ټولې هغه توطئې هم ورشنډې کړې چې د دې شلو کلونو په جریان کې یې د افغانانو په خلاف په کار اچولې وې. خو تر ټولو خطرناکه فتنه چې دا د نړیوالو استخباراتي سازمانونو وروستۍ هیله او زور و، د داعش په نامه وه. داعش په افغانستان کې په ډېر کم وخت کې په ځینو خاصو سیمو کې غیر متوقع پرمختګ وکړ، خو د مجاهدینو قربانۍ وې چې ډېر ژر یې په ټولو ځایونو کې ټغر ورټول کړل شو.

د وخت د اسخباراتي کړیو په توسط داعشي جنګیالي ښاریاتو ته انتقال او هلته په مختلفو ځایونو کې ځای پرځای شول او ځینې په مختلفو بهانو او دوسیو په زندانونو کې وساتل شول.

د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ نه وروسته له موقع او مؤقتې خلا څخه په استفاده ترڅو میاشتو پورې فتنه ګرو ځای ــ ځای بریدونه وکړل او ټول یې هغه ځایونه په نښه کړل چې هغه ته نرم اهداف ويل کیږي. لکه، جمات، مدرسه، بازار، خانقا وغیره…

خو د الله تعالی په نصرت سره مجاهدینو یې ډېر ژر پټنځایونه په نښه او ټول یې تقریباً یا ووژل او یا یې هم ونیول.

په دې وروستیو کې د ځینو استخباراتي کړیو له خوا داسې ښودل کیږي چې د اسلامي امارت سره د داعش په خلاف د ځینو هیوادونو لخوا مرسته او کومک شوی دی. او یا هم ځیني داسې ویناوې مخې ته راځي چې ګواکې د اسلامي امارت دا کار وستایي او دا ( د داعش ځپل) د دوی ترمنځ یو ګډ او مشترک هدف وښودل شي.

موږ پوهیږو چې دا ویناوې او ادعاوې د څه لپاره کیږي؟ دا خپله داعش ته د کمپاین یوه برخه ده او هغه خام مواد دي چې داعش فتنه ګر یې خپلو صفونو ته د جذب لپاره استفاده کوي. خو موږ دوی ته وایو چې اوبه له ورخه درنه تیرې شوي او هر څه زموږ په قابو کې دي. لومړی خو وس د موجوده نظام په خلاف د داعش یا بلې کومې ډلې په نوم دلته هېڅ کوم حرکت موجود نه دی او که بیا هم خال ــ خال چېرته د داعشي فتنه ګرو کوم څوک موجود وي، د اسلامي امارت ځواکونه به یې یوه ورځ نه یوه ورځ ګریوان ته لاس وراچوي او له منځه به یې وړي. په دې برخه کې افغانان د هېڅ کوم هیواد او کوم استخباراتي سازمان مرستې ته اړتیا نه لري. اسلامي امارت ښودلې چې دوی د خپل دښمن په ځپلو کې له الله جل جلاله پرته بل هیچاته هم اړتیا نه لري او دا په عمل کې ثابته شوې هم ده چې افغانانو هرې فتنې ته د الله تعالی په نصرت پخپل زور او ځواک ماتې ورکړې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version