د داعش په څېره کې نړيوال فتنه ګر

طاهر احرار

اوسنۍ نړۍ د مادياتو په لاسته راوړنې کې بې قراره ده، هر څوک غواړي ځواکمن او لاس برى شي.
ځيني هېوادونه همدغې موخې ته په سمه لار ورځي او ځيني نور يې موخې ته د رسېدو لپاره د انسانانو په ککريو کې لار وهي او لاسونه پښې يې په وينو سره وي.
غربي هېوادونه خپلو جنګي مصنوعاتو ته د خرڅلاو بازار پيدا کولو لپاره تر ټولو اول جنګ پيلوي، په لکونو بې ګناه ښځې، سړي، لويان، ماشومان وژني او بيا پر همغو هېوادونو اسلحه خرڅوي.
د جنګ د پيلولو لپاره په مختلفو هېوادونو کې له مختلفو شیانو کار اخلي، مثلاً په آسيايي هېوادونو کې له مذهب څخه کار اخلي، په نني وخت کې د غرب لپاره د مذهب په نوم جنګېدونکي ښه قرارداديان داعشيان دي.
دغه ډلې له ایجاد څخه تروسه په هر وخت کې د امريکایي مفاداتو لپاره بهترين کار کړى او د هغوى معتمد خلک دي، له عراقه تر افغانستان او په نوره نړۍ کې تاسو وګورئ، چې څرنګه غربيان د دوى په ذريعه اسلامي دولتونه کمزوري کوي، ترڅو هلته د صليب راج قائم شي.
تاسو ګورئ غرب خپل ټول چينلونه مؤظف کړي، ترڅو دوى ته تبليغات وکړي، کله هم چې په نړۍ کې د دوى نوم ورک شي او د خلکو ذهنونه د دوى له ظُلم او وحشت څو ورځې د آرام ساه واخلي، غرب بيا د هر بچي غوږونو ته د داعش نوم ورورسوي او خلکو ته ووايي: چې کوم لوى طوفان را روان دى، حال دا چې همدا طوفان همدوى په مخه کړى او غواړي چې سپينې اوبه خړې کړي او د ماهيانو ښکار ترسره کړي.
څو ورځې وړاندې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې نړيوال مرکز یو داسې بې انصافه راپور خپور کړی چې ګواکې په افغانستان کې د داعش خُراسان ډله د بيا را ژوندۍ کېدو په حال کې ده!
که له ضد او عناد کار وانخيستل شي، د داعش خُراسان ډله په افغانستان کې داسې له منځه تللې، که د داعش ټول ګروپونه هم سره يو ځاى شي بيا به هم و نه کولاى شي چې د پام وړ بريا لاسته راوړي او دا ماتې پخپله افغانان او نړيوال هم محسوسوي!
ياد شوى مرکز د شواهدو په ډول ليکلي: چې په افغانستان کې د داعش بريدونه ډېر شوي حال دا چې د داعش بريدونه هېچ نه دي شوي.
تاسې ته معلومه ده چې څرنګه داعش ترهګر د بريد پلان طرحه کوي اتل ځواکونه يې په نطفه کې خنثىٰ کوي، احياناً که کوم بريد کېږي، نو طراحان يې فورا نيول کېږي ترڅو د بل بريد پلان جوړ نکړي، داسې بريدونه په نړۍ کې معمولي خبره ده، حتیٰ چې ډېرى پرمختللي هېوادونه هم د داسې پېښو شاهدان وي.
يو بل ځاى کې یې ليکلي: چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنيو جنګیالیو ته پناه ورکړې او هغوى دلته فعالیتونه کوي لکه د اُزبکستان اسلامي غورځنګ، د چين ايغوريان او يا نور تنظيمونه. د افغانستان اسلامي امارت بار-بار وضاحت ورکړى، چې هېڅ بهرني جنګيالي اتباع په افغانستان کې شتون نه لري، تر اوسه پورې نه خو پخپله همدغه هېوادونو او نه نړيوالې ټولنې داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د دغه جنګياليو شتون ثابت کړي، يوازې د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږد سرحد لري، په بعضې صفري نقطو کې ممکن کله ناکله تحريک طالبان پاکستان له همدغو صفري نقطو استفاده وکړي چې کنترول يې د دواړو هېوادونو ګډ مسؤليت دى.
يو بل ځاى ليکي: چې د افغانستان اسلامي امارت د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره منابع نلري، د افغانستان ټول بشري منابع يا اوسېدونکي بې له توپيره د داعش سره جوړښت نلري او نه هم د دوى له فعاليتونو ملاتړ کوي، نو بناﺀ له دې زيات بشري قوې ته ضرورت نه محسوسېږي، د اسلحې له لوري د افغانستان اسلامي امارت دومره ظرفيت لري چې د داعش او يا نورو شريرو ډلو مخه ونيسي، موږ ته له ناټو دومره وسايط او وسايل پاتې دي چې هېواد يې په پښو درولى او نور ډېر وسایل، هيلوکوپترونه، طيارې، ترميم شوي چې د هېواد د دفاع لپاره آماده دي.
د افغانستان اسلامي امارت په هغه حد کې قرار نه لري چې په اړه يې بل څوک تصميم ونيسي، هېواد مو د امن شاهد دى او د بيا رغونې کارونه ښه په زور سره روان دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version