داعش په خپلو مکارو وعدو او بې شمېره درواغو سره ډېر خلک په دې پلمه؛ چې د سوریې انقلابیان او مجاهدین د اسلام له دائرې څخه وتلي؛ په خپله غیر اسلامي مفکوره کې راګیر کړل، په دې سره وتوانېدل چې خلکو ته د اصلي مجاهدینو په اړه شکوک ورواچوي ترڅو خلک ترې مایوسه شي او خپل د خیانت خنجر نور هم د اهل اسلام په بدنونو کې دننه کړي.
د ۲۰۱۴ میلادې کال د جنورۍ په ۱۴مه، داعش د خپلو لوېدیځو او ختیځو متحدینو سره تر هوکړې وروسته، په دې وتوانېدل، چې د رقې ولایت مرکز د رقې ښار؛ چې تر دې مخکې د سوریې د مجاهدینو تر کنټرول لاندې و؛ ونیوه او د خپلو مشرانو په وړاندې یې د مجاهدینو په ځپلو سره خپله بې وسې جبران کړه.
الرقهَ: د رقې ولایت مرکز د سوریې له ښارونو څخه یو ښار دی، چې د سوریې په شمال ختیځ کې، د فرات له ساحل سره پروت دی، د سر شمیرنې له مخې، د رقې ښار د ۲۲۰۴۸۸ تنه نفوس سره، د سوریې شپږم لوی ښار بلل کېږي؛ چې د نفوس زیاته سلنه یې سُنیان دي.
داعش وروسته تر دې چې د رقې ښار ونیو؛ د خپل دارالخلافې د مرکز په توګه یې اعلان کړ، په لارو او چوکونو کې یې د مجاهدینو سلګونه پلویان په ډزو وویشتل او د لسګونو نورو سرونه یې پرې کړل، له مجاهدینو سره د همکارۍ په پلمه؛ د عامو خلګو پر کورونو یې دوامدارې چاپې ووهلې، د دوی ظلمونو او بربریتونو د سوریې ولسونه تر حد زیات ستړي او ځورولي وو.
د رقې ښار له نیولو وروسته، داعش خپل خیانت په ډېره لیوالتیا سره نور هم منعکس کړ، د مسلمانانو په وژلو یې خوشحالي کوله، داسې ښکارېده، تا به ویل که یې له کُفارو کوم هېواد یا ښار نیولی وي.
دا په داسې حال کې چې تر دې لږ وړاندې د کُرد دیموکراتیکو ځواکونو، چې د امریکا تر مستقیم ملاتړ لاندې و؛ تر داعش وړاندې اډې جوړې کړې وې، چې پر رقه ښار باندې یې د برید پلان درلود، تر څو بېرته یې له مجاهدینو څخه واخلي، خو هېڅ کله یې د برید جرأت نه شو پیدا کولای، خو دا چې داعش برید وکړ؛ په دې ډول یې د هغوی لپاره هم لاره هواره او آسانه کړه.