د داعش په نامه وبا/طاعون! اووه ویشتمه برخه

ابو هاجر الكردي

د فلوجې اشغال او د دې ښار د اهل سنتو لپاره د نه ختمېدونکي درد پیل:

فلوجه د داعش له راټوکېدو او واکمنېدو وړاندې د استقامت او ایثار نښه وه، هېڅ یرغلګر ځواک ونه توانېد چې پر دې ښار بشپړ تسلط وکړي، ځکه چې د دې ښار وګړي اهل السنة او مجاهد وو، د صلیبي ځواکونو او د هغوی د متحدینو هڅې هېڅکله بریالۍ نه شوې چې په دې ستراتیژیک ښار بشپړ واک ترلاسه کړي، خو هغه څه چې دوی یې په ستونزو کې ښکېل کړي و، د وخت طاعون او غدرکوونکي داعشي وو.

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه، داعش وتوانېد چې د دې ستراتیژیک ښار کنټرول په لاس کې واخلي، له واکمنېدو سره سم یې سلګونه تنه اهل السنة ووژل او په ملکي او غیرنظامي وګړو یې د ظلم سیوری خپور کړ، که څه هم داعش د خلافت د جوړولو ادعا کوله، خو هېڅکله یې د خلکو زړونه ځان ته راجلب نه کړل او دا د دې لامل شو چې ونه توانېږي د خپل حکومت څانګې مثمرې کړي.

د داعش فکر په ظاهر کې له اسلامي شعارونو سره ګډ و، خو کړنې یې د الهي شریعت او د نبي کریم صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم له لارښوونو سره په ټکر کې وې.

په هغو څو کلونو کې چې داعش په سیمه کې حضور درلود، د خلکو په منځ کې د کرکې او کینې لامل شو او حتی د نورو مذهبونو ملکي وګړي؛ د مسیحیت، یهودیت او نور به یې په قتل رسول، د داعش د حکومت له ړنګېدو وروسته، د نورو ادیانو پیروانو د مسلمانانو پر وړاندې کینه پیدا کړه او همداسې وشول.

د داعش تر کنټرول لاندې ښارونو کې د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، د شیعه حشد، یزیدیانو او مسیحیانو هر یو په خپل وار سره زرګونه خلک شهیدان کړل، سلګونه کورونه یې وسوځول او لسګونه نور جرمونه او جنايتونه یې ترسره کړل.

په فلوجه کې د داعش له دوه کلن شتون وروسته، له بې‌کورۍ او ظلم پرته بل څه نه دي پرېښي او د ظالم څېره یې د خلکو پر وړاندې تر پخوا لا ډېره مظلومه څرګنده کړه، دومره ظلمونه یې ترسره کړل چې په تاریخ کې یې د خپلو پیروانو په تندي د شرم داغ ګرځېدلی دی.

د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۶مه، کفري او منافق احزاب وتوانېدل چې پر فلوجه واکمن شي او له هغې وروسته یې زرګونه خلک، د ښځو او ماشومانو په ګډون، په شهادت ورسول.

Exit mobile version