د داعش پر خلاف ګواهي

پنځمه برخه

د ابوذر الجزراوي ګواهي:
ابوذر چې غوښتل د جبهې د مجاهدینو په مرکز باندې حمله وکړي، د مجاهدینو په لاس ژوندی ونیول شو. نوموړي په يوه ویډیو کې له ډېرو داسې حقیقتونو څخه پرده پورته کړې چې هیچ د يادولو وړ نه دي.

ابو ذر الجزراوي خپله کیسه داسې بیان کړې ده: زه شام ته د جهاد په نیت راغلم او دلته له اسلامي دولت (داعش) سره یو ځای شوم، په الشدادي ښار کې مې ټرینینګ وکړ له ټرینینګ وروسته مې غوښتل؛ چې فدائي حمله وکړم، د ابو عمارة العراقي له لوري ما ته څو ځله په جبهةالنصره باندې د حملې وویل شول، خو ما به انکار کاوه، درې ځله د ابو عمارة العراقي له لوري ما ته وویل شول: ته د جبهةالنصرة په مرکز باندې فدائي حمله وکړه، خو ما هر ځل انکار وکړ، په وروستني ځل ابو عمارة ما ته وویل: ستا فدائي حمله به په مرتدینو تر سره کيږي، نو ځان دې تیار کړه، تر دې وخته لا د حملې وخت ځای معلوم نه و، کله چې ټاکلي ځای ته پنځه سوه متره نږدې ورسېدو، نو راته ویي ویل: په فلاني کور فدائي وکړه، مرتدین پکې را ټول شوي دي، ستا موخه همدا خلک دي، کله چې مونږ په کور باندې حمله پیل کړه او دننه شولو نو مونږ د ښځو او ماشومانو د ژړا اوازونه واورېدل، له دې سره مو زړه ته دا خبره راغله چې ګواکې مونږ د مسلمانانو په کور حمله کړې ده، لږ وخت وروسته په ډاګه شوه چې مونږ سره داعشیانو دوکه کړې، حمله مو بنده کړه او هغوی ته مو وویل: خپل شرعي مسؤل او ذمه وار راوبولئ، د هغه په راتلو سره مونږ خپل ځان سره له وسلې ورته تسلیم کړ.
ابو ذر د مجاهیدینو له غوره سلوک څخه ډېر زیات متأثر دی، په خپلو کړو وړو پښېمانه دی، ژاړي او وایي: چې دا خلک (مجاهدین) له مونږ سره د وروڼو په څېر اخلاق کوي.

منبع: شیطان لښکر

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version