دا یو څرګند او منل شوی حقیقت دی، چې ظلم او تېری به هېڅکله پایښتا و دوام ونه لري، په ځانګړې توګه؛ که دا ظلم او تېری د دین په نوم ترسره شي او د خلګو ژوند پرې تریخ شي.
خدای جل جلاله په قرآنکریم کې فرمایي:
«وَ مَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَىٰ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ»
موږ هېڅکله ښارونه نه ورانوو؛ تر هغو چې د دوی خلګ ظالمان نه وي.
ظلم، تېری او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول؛ د دې تروریستي ډلې په فکر او عمل کې ژورې ریښې کړي دي، حال دا چې په هېڅ یوه دیني متن کې دا نشته، چې یو نظام به د ظلم په اساس دوام پیدا کړي؛ یا به یو خوځښت د ظلم او تېري له لارې لوړ مقام ته ورسېږي.
داعش له هغه وخت راهیسې، چې منځته راغلی؛ د ظلم او د انسانانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لاره غوره کړې ده.
داعش یو داسې خوځښت دی، چې د نړیوال استکبار او د استخباراتي ادارو له پلانونو څخه یې الهام اخیستی، تل یې هڅه کړې ده، چې د اسلامي خوځښتونو نوم؛ په نړۍ کې د ناوړه او غیر انساني په بڼه وښيي.
که د دې ډلې کړنې او چلند، په ژوره توګه او عادلانه نظر وڅېړو، په دې به پوه شو؛ چې دا فکر او خوځښت د اسلامي نظام له غوښتنو څخه ډېر لرې دی.
په اسلام کې تېری او د خلکو حقونو ته په سپکه سترګه کتل؛ هېڅکله نه دي منل شوي، اسلام هېڅ وخت دا نظر نه دی تایید کړی؛ چې خلګ دې د نورو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره هڅه وکړي.
هر حرکت او سازمان چې په هر نوم او شکل کې رامخته شي، که په ظلم او تېري سره خپله لار تعقیبوي؛ هېڅکله به یې اسلامي باورونه تایید نه کړي، داعش په خپلو کړنو سره خپل ځان تباهۍ ته نږدې کړی دی.
له بلې خوا یې، په خپلو غیر اخلاقي او غیر دیني کړنو سره نړۍ او په ځانګړې توګه جهادي ډلو ته دا څرګنده کړې ده، چې دا خوځښت او سازمان به په پای کې تباه شي.
هغه لاملونه چې د داعش د پای سبب ګرځي:
۱ ـ د ظلم خپرول؛
په اسلامي لارښوونو، د قرآنکریم په آیتونو او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ډېرو احادیثو کې څرګنده شوې؛ چې هېڅ حکومت به د ظلم په اساس پاتې نه شي، داعش په یو ظالمانه چلند سره راڅرګند شو، نه یوازې دا چې په انسانیت یې هېڅ ډول رحم ونه کړ؛ بلکې په دې ظلم کې یې مسلمان او غیر مسلمان سره بېل نه کړل.
په هغو هېوادونو کې یې پښې کېښودلې؛ چې هلته مسلمانان د کلونو راهیسې په غوره توګه ژوند کاوه، خو داعش د خپلې ظالمانه څېرې سره، دغه سیمې له تباهۍ سره مخ کړې او مسلمانان یې له منځه یوړل.
۲ ـ د موخو د دوام نشتوالی؛
داعش د دې لپاره چې خپل خوځښت ته دوام ورکړي، هر وخت په خپلو پلانونو کې بدلون راولي، په دوی کې هېڅ ثابتې او روښانې موخې نه شته، دا په حقیقت کې د دې څرګندویي کوي، چې دوی د نورو غلامي او تابعداري کوي.
هر هغه نظام یا حرکت چې خپل نظر او نظم نه لري او په نورو پسې ځان چلوي؛ هېڅکله به اوږد عمر ونه لري، چې په پای کې به په تباهۍ او سقوط تمام شي.
۳ ـ د ولسي ملاتړ نه درلودل؛
دا ډله په حقیقت کې، په ډېرو سیمو کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی دی، هر خوځښت چې په خپله سیمه کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي؛ په هر ګام سره تباهۍ ته نږدې کېږي.
داعش د ترور او ویرې فکر ته لاس اچولی، د ظلم او وحشت په خپرولو سره یې خلک، چې ډېری یې دینداره مسلمانان و؛ له لاسه ورکړي دي، ټول اوس په دې باور دي، چې دا خوځښت او سازمان د اسلام د سپېڅلي دین د موخو د پوره کولو لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د دې لپاره چې د اسلام پر وړاندې د نړۍ د خلکو باور کم کړي؛ منځته راغلی دی.