د داعش نوي زعيم ته له تېر څخه فقط شرم په ميراث پاتې دی

ژباړه: عبدالکریم امت زوی

 

د داعش څلور کاله او پنځه زعيمان تېر شول، ليکن د الهول کېمپ (چې د داعش کورنۍ پکې بنديانې دي) ناخوالې او مشکلات تر اوسه باقيه او لا پسې غزيدونکي دي.

د ډېرو ليکلو لامله یې د قلمونو رنګونه وچ شول او هشټاګونه یې ودريدل. داعش ته فقط د يوې ببولالې څخه بغېر بل هېڅ نه دي ورپاتې، چې د داعش هر وياند یې خپلو اسيرانو ته تکراروي: ( زمونږ هېر نه ياست، نه مو هم هيروو، او مونږ تر اخيري حده په جنګ او مال کوښښ کوو، چې تاسې آزاد کړو).

هو دا هماغه عبارت دی، چې د داعش وياندويانو (أبو الحسن، أبو حمزه، أبو عمر او أبو حذيفه) د خپلو زعيمانو ( أبو ابراهيم، أبو عمر، أبو الحسن، أبو الحسين او أبو خفص) په نمايندګۍ تکرار کړی دی، او لا تر اوسه پورې هم د عايشې او أم عمارې (رضی الله عنهما) لمسۍ په کېمپونو کې د کُفارو بې رحمۍ ته پاتې دي، داعش او زعيمانو ته دې بیعتونه او تبريکيانې مُبارکیانې وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version