د داعش خِلافت دننه داستان | دوهمه برخه

ناصر سعید

نن سبا يوځل بيا مطبوعاتو داعش ته پام اړولی او د اسما محمد الکبيسي کومه چې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي ښځه ده، د هغې د داعش او خپل خاوند البغدادي اړوند څرګندونې نشروي.

آغلې الکبيسي د خپلې مرکې په يوه برخه کې وايي:

خاوند يې د ښځو عاشق وو! هغه لس ښځې لرلې او ګڼې نورې ايزيدۍ پيغلې يې د خپل ځان غلامانې جوړې کړې وې او د هغه خدمت يې کاوه، هغه دا هم زیاتوي: زه هله حيرانه شوم چې کله البغدادي د خِلافت خطبه وړاندې کړه او دا کار يې زما له خبر پرته وکړ، زه پوهېدم خاوند مې د خِلافت وړتيا نلري، هغه د خِلافت ټولې مشورې له ښځو سره کولې او د واليانو ګمارنه يې هم د هغوى په خوښه کوله.

الکبيسي وايي: چې البغدادي خپلو ښځو يرغمال کړى وو په دې سره داعش تنظيم هم د ښځو په خِلافت بدل شوی وو.

د داعش د خليفة المُسلمين دغه حال دى، پرځاى د دې چې د اُمت غم يې خوړلى وى، ټول وخت يې د پېغلو ښځو سره تېر شوى او خپل خواهشات يې پوره کړي.

د يوه خليفة المسلمين چې ټولې مشورې د ښځو سره وي کومه مثبته پایله به ولري آن تر دې چې په مهمو منصبونو د مسؤلينو ټاکل چې د ښځو په امر باندې کېږي څه پايله به ولري؟

او د دغه کاذب خليفه وړتيا او استعداد بيا دومره ده چې خپله بي بي یې وايي: هغه د خلافت وړتيا نه درلوده او نه کوم مجاهد وو چې د ښه جنګ کولو تجربه يې لرله بلکې عادي کس وو.

د کاذب خليفة منونکي د الکبيسي د خبرو سپيناوى وکړي چې په کوم اساس البغدادي له وينځو پرته لس نورې ښځې درلودې؟

هغوى دې دا هم ثابته کړي چې په کومه فتوى يې ايزیدۍ پيغلې د وينځو په نوم ساتلې او يا يې په بازارونو کې خرڅولې.

آيا د وينځو شرطونه په هغوى کې پوره وو؟

دوى اصلاً د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره وو، دوى د همدغه موخې لپاره داعش جوړ کړ او اوس هم د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ، د بې حيثيته کولو په لټه کې دي.

په حقيقت کې همدوى عراق د شيعه ګانو په لاس ورکړ او په سوريه کې يې نور هم تقويه کړل، همدوى د لوى اسرائيل د پروژې پرمخ وړونکي دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version