مونږ پخوا هم ويلي و، چې د داعش/ خوارجو تر شا د امريکا، اسرائيلو، ای اس ای او اسلام ضد ډلو لاس دی؛ هغوی يې مالي ملاتړ کوي، تر شا يې ولاړ دي او د خپلو شومو موخو لپاره یاده ډله د وسيلې په توګه استفاده کوي.
د دې خبرې د اثبات لپاره څو مستند دلايل وړاندې کوو، څو ورځې وړاندې يو امريکايي سرتېری داعش ډلې سره د همکارۍ په تور، په ياد هېواد کې په څوارلس کاله بند محکوم شوی؛ دا په ظاهره د نيول کېدو خبر او قيد يې د خپلو خلکو او نړۍ په سترګو کې د خاورو شيندلو په معنا دی.
بلکې اصلي خبره دا ده، چې د داعش خوارجو تر شا د امريکا لاس دی، ملاتړ يې کوي، د وسلو، مهماتو، پيسو او حتی د اړتيا په وخت کې د عسکرو مرسته ورسره کوي، تر څو یاده ډله د خپلو استخباراتي موخو او شومو پلانونو د عملي کولو لپاره وکاروي.
همدارنګه د یادې ګمراه داعش ډلې تر شا د پاکستان د استخباراتو لاس دی؛ تاسو وليدل چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت له خوا د یادې ډلې کسان ونيول شول، په نيول شويو کسانو کې پاکستاني اتباع و، یاد کسان مستقيم د یاد هېواد د استخباراتو لخوا روزل شوي و، روزنه ورکړل شوې وه او بيا افغانستان ته را لېږل شوي و.
اسرائيل هم د یادې ډلې تر شا ولاړ دي، دوی هم له یاد ملاتړه خپلې موخې لري، چې اساسي موخه يې د ایران پر وړاندې د يادې ډلې استعمال دی او اسرائيل کوشش کوي چې له ایران څخه خپل غچ د یادې ډلې په واسطه واخلي.
اوس مونږ ته دا کول پکار دي چې د یادې خارجي ډلې د استخباراتي موخو مخه ونيسو، په وړاندې يې په زغرده ودرېږو، په هر ځای کې يې تر بريد لاندې راولو، اجازه ور نه کړو چې د امريکا، اسرائيلو، ای اس ای او نورې اسلام ضد او افغان ضد استخبارتي ډلې په ګران هېواد کې خپلو موخو ته ورسېږي.