د داعشي خوارجو شکست یقیني شو

کریم بریال

دا چې داعش خوارج په افغانستان کې له اولې ورځې راهیسې د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري تمویلیدل او د ۵۲ بهرنیو هیوادونو د لکونو فوځونو او مجهزو استخباراتي الاتو په شتون کې یې د هیوادوالو په مساجدو او د اقلیتونو په تجمعاتو بریدونه ترسره کول او په ډیره بیشرمانه توګه به یې د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیست ،الحمدلله د ا.ا. په راتګ سره یې بریدونه صفر ته راټیټ شول.

لهدڅه وخته چې دا ډله افغانستان ته را وارده شوې ده، په لومړي ځل یې د اقلیتونو پر تجمعاتو بریدونه ونکړای شول.

تاسو به لیدلي وي چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې به د محرم الحرام په ورځو کې لوی او خونړي بریدونه ترسره کېدل.

خو لله الحمد د تېرې څه مودې راهیسې د ا.ا. د زړورو ځواکونو د پرېکنده او مسلسلو عملیاتو وروسته نن د محرم الحرام د عاشورا په ورځ په ټول هیواد کې د خوارجو له طرفه کوم برید تر سره نشو چې دا د دغې ډلې د بشپړې ماتې او له منځه تللو ښکاره ثبوت دی.

د شکر ځای دی، چې د ا.ا په راتګ سره د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي کړیو لاس له ګران هیواد افغانستان څخه په کامله توګه لنډ شوی او اوس هیڅ هیواد نشي کولای چې زمونږ د بیدارو ځواکونو په شتون کې دلته خپلې شومې موخې مخته یوسي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version