د خوارجو هلاک شوی مشر قاري فاتح څوک او څنګه تر دې ځایه ورسید؟

د خراسان ولایت لپاره د داعشي خوارجو تش په نامه عمومي عملیاتي مسؤل (کوترئ) چې د داعش د خراسان په څانګه کې په قاري موسیٰ، عباس عمري او قاري فاتح مشهور وو د همدې فتنګرې ډلې د امنیت اداري مسؤلیت په غاړه درلود چې تېره شپه د استخباراتي ځواکونو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې هلاک او وژل شوی دی.
نوموړي په سیمه او افغانستان کې پر مدرسو، مسجدونو، خانقاؤ او عبادتځایونو په بریدونو کې ښکېل و، چي د سلګونو مؤمنو هیوادوالو په وینو یې لاسونه سره کړي وو، او اوس یې د نویو عملیاتو پلانونه طرحه کول.
قاري فاتح چې اصلي نوم یې کوتر، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو کلي اوسیدونکی و. نوموړی په ننګرهار کې له داعش ډلې سره تر يو ځای کيدو وروسته د چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش مسؤل وټاکل شو، کله چې په داعش باندې د اسلامي امارت له لوري په لومړي ځل عمليات وشول او ګڼ شمېر داعشي خوارج پکې ووژل شول نوموړی د داعش ډلې د ګورګوري سيمې مسؤل و.
د اسلامي امارت له لوري د افغانستان له فتحې څخه وروسته په پيل کې قاري فاتح د کنړ ولايت مسول وټاکل شو، چې بيا د ختيځ زون مسوليت ور تر غاړې شو او څه موده وړاندې د داعش د خراسان څانګې اړوند د امنيت يا عملياتي اداره ورته وسپارل شوه چې د افغانستان په ګډون د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې هم ياده اداره بريدونه طرحه او اجراء کوي.
د یادونې وړ دی چې د نوموړي دوه وروڼه هم تر دې مخکې د داعش په لیکو کې وژل شوی دي.
نوموړی پخپله ډله کې خورا پرنفوذه کس بلل کیده، د داعشي خوارجو لپاره دا یوه ستره ضائعه ده، چي له امله به یې داعشي خوارج له ګڼو پر شاتګونو سره مواجه کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version