خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده، چې خوارج د الله تعالی له لوري په اسلامي امت یو ستر عذاب؛ مګر د بیرته اخستلو لپاره یې ډیرې کمې شپې پاتې دي او نور به ان شاءالله دا خبیثه او خثیثه فتنه د تل لپاره ورکه شي. نن یو ځل بیا د استخباراتو د لوی ریاست لومړي مرستیال ملا تاج محمد جواد حفظه الله تعالی له لوري متدینو او مخلصو مسلمانانو ته په زړونو پټۍ ولږیدې، مګر بلې خوا ته بیا د خوارجو زړونو ته درزان او د دوی/ خوارجو زړونه په خپلو سینو کې ودرزیدل او نور یې له خپل ژوند څخه لاسونه ومینځل او د مرګ انتظار ته یې ځانونه واچول. ښاغلي ملا صاحب په خپلو خبرو کې په مجاهدینو په کلکه سره غږ وکړ، چې د خوارجو مخې ته دې د بنیان مرصوص په شان ودریږي او همدارنګه دې د دوی ټول پټن ځایونه په نښه او په ډیرې تیزۍ سره دې له منځه یوسي. دوی ته دې دومره مهلت ور نه کړای شي، چې د خپلو اولادونو سره د خدای پاماني په بهانه په خپل سرای/انګړ کې یوه دقیقه/صحنه پاتې شي. دوی/خوارج دې نه په خپلو کورونو کې پریښودل شي او نه دې هم د تعرض په میدان کې په دوی باندې کوم ترحم وشي، همیش دې د دوی/خوارجو بیخ کندي وشي او دوی/خوارج دې د الله تعالی په فضل داسې له دې وطن څخه وشړل شي، لکه څنګه چې د دوی باداران په ټیټو سترګو شړل شوي وو. ملاصاحب له خوارجو سره جګړه د مخکنۍ جګړې/د کفر په مقابل کې د جګړې هم مثله وبلله او په خپلو زړورو مجاهدینو یې غږ وکړ، چې متوجه او بيدار اوسي. د شيطاني استخباراتي سازمانونو او د فتنې او فساد د لارویانو د ټولو توطئو او دسيسو پر وړاندې ټينګ ودرېږي او د لوی الله جل جلاله په نصرت يې مخکې له مخکې د فتنې او فساد هره کړنه کشف او عاملين يې له منځه يوسي، همدارنګه یې په خبرو کې خوارجو ته په زغرده او په ډاګه داسې اخطاریه ورکړه: اې د طاغوت،فتنې، شر او فساد لارویانو! په الله قسم موږ به د اسلامي امارت د دفاع او د خپل ځورېدلي مجاهد ولس د سر، مال او عزت د خونديتوب او د ژوند د هوساينې په موخه ستاسې په وړاندې په ډېر جديت او قاطعيت د جهاد او قتال فريضه تر سره کړو او په ډېره مېړانه به له تاسو سره وجنګېږو. ستاسو په وړاندې به مبارزه وکړو او تاسې ته به اجازه درنکړو چې د دجالي او طاغوتي قوتونو شيطاني برنامې زموږ په ګران هیواد کې پلې او تطبيق کړئ او زموږ ملت له مصيبتونو او کړاونو سره مخ کړئ او د جهاد او قتال په نتيجه کې راغلی اسلامي شرعي نظام د پرديو د خوښيو لپاره وننګوئ. نوموړي په خپلو خبرو کې په ګرانو هیوادوالو غږ وکړ، تر څو د خوارجو په وړاندې خپل دریځ محکم وساتي او د دوی په مقابل کې له سیاسي اقتصادي او فکري جګړې څخه کار واخلي.
د خوارجو د زوال شپې دومره په جوش کې روانې دي، لکه د دریاب ځګونه چې نه به معلوم شي او نه به هم څوک له ځان سره یوسي، یوازې به خپل سرونه له اوبو څخه را پورته کړي او بیرته به ځان په همدې اوبو کې بې له کومې لاسته راوړنې یوسي او یا به یې په باد وخوري. اوس خو به خوارج د الله تعالی له لوري په یولوی غضب ګرفتار او د تل لپاره به له دې دنیا څخه خپلې ناولې څهرې جدا کړي ان شاءالله. اې خوارجو! دا زمونږ له لوري یوه اعلامیه نه، بلکې د ځان لپاره یې د تاریخ په پاڼو کې ولیکئ! مونږ ستاسو بادارانو ته هم یو اخطار ورکړی وو او په محدودو شپو کې مو له هیواد څخه خارج کړل او اوس تاسو ته هم د هغوی په شان اخطار در کوو، تاسو خپلې شپې شمارﺉ او خپل ځانونه د مرګ تر سیوري لاندې وینئ، مونږ به ډیر ژر ستاسو تر پټن ځایونو در ورسیږو او تاسو به په خپلو ځایونو کې د سپیو په مرګ ووژنو بأذن الله.