لومړی محمد د عثمانیانو ډېر خوښ و او هغه یې د هغه د وړتیا او شجاعت له امله (پهلوان) باله، د ده د سترو او لويو کارنامو د ترسراوي له امله چې ده ترسره کړې وې، عثماني خلافت په پښو درېدلی او ټينګ و، له سلطان سره د هغه د عادتونو خصلتونو، حوصلې، له علم سره د مينې او عدل له کبله د هغه قوم ډېره مينه کوله او د چلبي دروند لقب یې ورکړی و، چې د شهامت، عزت، بطالت او مېړانې مانا يې درلوده.
که څه هم په ټولو عثماني حاکمانو کې له ده څخه نور ډېر شهرت لري، مګر دا حقیقت دی چې سلطان لومړی محمد په عثماني واکمنانو کې د خوی او اخلاقو له اړخه لوی انسان پیژندل کېده، مشرقي او يوناني تاريخ ليكونكي هم دده په لوړو اخلاقو اعتراف کړی.
عثماني تاريخ ليكونكي ده ته د یو با تدبیره ملاح (بیړۍچلوونکی یا ماڼو) حیثیت ورکړی دی، چا چې د عثماني دولت ډوبه کښتۍ په داسې وخت کې ساحل ته راوویسته چې د تاتاریانو د يرغلونو، کورنیو جګړو او باطني فتنو په طوفان کې په بد حال ښکېل وه.
د لومړي سلطان محمد وفات
کله چې لومړي سلطان محمد د خپلې امپراتورۍ ټولې را پیدا شوي فتنې له مينځه يوړې، نو د داخلی نظام ټینګېدو ته یې ځانګړی پام واړاوه، تر څو راتلونکي کې بيا داسې پېښې رامینځته نه شي چې د امپراتورۍ د بربادۍ او په ډلو ټپلو وېشلو لامل شي، نو په دې وخت کې ورته د اجل پیغام ورسېد؛ بایزید پاشایي راوغوښت او ورته يې وویل: ما خپل زوی مراد خپل ځایناستی وټاکه، له هغه ملاتړ او اطاعت وکړه؛ لکه څنګه چې دې ما سره اخلاص درلود هغه سره یې هم ولره، مراد ماته راوله ځکه زه له بسترې نه شم پاڅېدی، که د مراد له راتلو مخکې وفات شوم نو پام چې زما د مرګ اعلان ونه کړې.
په (۸۲۹ هـ / ۱۴۲۱م) کال سلطان لومړی محمد په ایدریانوپل ښار کې وفات شو، په دې وخت کې یې عمر (۴۳) کاله و، له دې وجې چې د سلطان د وفات له امله کومه بده پېښه رامینځته نه شي، دواړو وزیرانو خبره یوه کړه چې د سلطان د مرګ خبره به پټه ساتي، تر هغو چې مراد راشي، په اردو کې به هم دا خبره خپره کړي چې سلطان ناروغ دی او د هغه زوی به دلته راوغوښتل شي، مراد (۴۱) ورځې وروسته ایدریانوپل ته ورسېد او وزیرانو ورته د امپراتورۍ کیلۍ ګانې وسپارلې.
لومړی سلطان محمد په اسلام، علم او فقهاؤ مین و، په همدې خاطر د دولت پلازمېنه يې له (ایدریانوپل) چې د فاتحینو ښار و، د «فقها وو ښار (بورصه) ته انتقال کړه، سلطان ډېر مینه ناک، د لويي مرتبې، سنجیده فکر، صبر او د دوستانو او دښمنانو په وړاندې د ځانگړي خوی لرونکی پاچا و.