د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

درېیمه برخه
صلاح الدین (ثاني)

کله چې حجي بکر، د شوری المجاهدین، په له منځه وړلو کې بریالی شو، وروسته یې نوې شوری رامنځته کړه او مشاورین یې ټول کمونستان وټاکل.
د کمونستانو له ټاکلو سره سمدستي فرقییزه او قومي جګړه او داړه ماري شروع شوه، په عامو بازارونو کې چاودنې او بریدونو زور واخیست.
په دې حساس وخت کې، چې هیڅوک نه پوهېدل کوم طرف حق او کوم طرف باطل دی، ابوبکر البغدادي ځان امیر (خلیفه) اعلان کړ.
د بغدادي د دولت د اعلان نېټه، د ٢٠١٤ /٤/ ١٩ م تاریخ د دوشنبې په ورځ ابوبکر البغدادي خپل ځان خلیفه او اسلامي دولت اعلان کړ.
دا داسې وخت وو، چې په سوریه کې د بشارالاسد د نظام په ضد هم لاریونونه شروع شوي وو او د سیمې امنیت د ډاډ وړ نه وو.
بشارالاسد د ځان د دفاع لپاره لاریون کونکي وځپل ترڅو د قذافي، زین العابدین او حسن مُبارک په برخلیک اخته او له منځه لاړ نشي.
خو بلاخره دا حالات په وسله واله جګړه بدل شو، چې له دې حالته د القاعدې تنظیم مشر(ایمن الظواهري) ګټه پورته کړه او اسلامي دولت ته یې امر وکړ، چې د سوريې ولس لپاره، یوه ډله مجاهدین سوريې ته ولیږي. په دې وخت کې دولت د القاعدې له تنظیم او ظواهري څخه څه ناڅه اطاعت کاوه او مجاهدین یې ولېږل، چې مشري یې د (ابو محمد الجولاني) په غاړه وه.
دې ډلې په یوه خاصه موده کې زیاتې سیمې د اسد له رژیمه پاکې کړې، چې نوموړې ډله په ٢٠١٢ م د جنوري په میاشت کې د (جبهة النصرة) په نوم رسمي اعلان شوه.
د جولاني پرمختګونو بغدادي او د هغه مشاور حجي بکر کمونیست وارخطا کړل، ځکه چې جولاني او جبهة النصرة په ضرب د یو څو ورځو کې نړیوال نومونه وګرځېدل، هغه مرستې او کومکونه چې له جعلي دولت سره کېدلې هغه د جبهة النصرة په لوري ماتې شوې.
بله خبر دا وه چې بغدادي او حجي بکر پلان او موخه دا وه، چې له القاعدې څخه جلا شي، نو ځکه یې دولت خود سرانه اعلان کړ.
بغدادي او حجي بکر مطلب دا وو چې جولاني په خپل کنټرول کې وساتي تر څو د القاعدې څخه د جلاکېدو په وخت کې جولاني د دوی تر څنک پاتې شي او د خپلو شومو موخو لپاره یې وکاروي، نه یې غوښتل؛ چې جولاني د لاسه ورکړي او یا هم ترینه بغاوت وکړي.
د جولاني د کمزورتیا لپاره بغدادي او حجي بکر يو پلان په کار واچاوه او هغه دا وو، چې هېڅ عراقي مجاهد نشي کولی سوریې ته د جهاد لپاره لاړ شي او په جبهة النصرة کې کار وکړي، که لاړ هم شي نو د دولت له خوا به منشق (وتلی) اعلانیږي.
خو له دې شوم پلان سره سره بیا هم د نړۍ له لر او بر څخه او حتی د دولت له منځ څخه د حقې لارې لارویان د جبهة النصرة په لور راوکوچېدل، چې دې حالت بعثي او کمونیستي جنرالان ډېر وارخطا کړل.
په دې وخت کې حجي بکر له بغدادي وغوښتل؛ چې جولاني ته امر وکړي، چې د یوه صوتي پیغام له لارې ځان او ډله د دولت یو شاخ او یا هم یوه څانګه اعلان کړي، خو جولاني د وخت غوښتنه وکړه.
پوره دوه میاشتې تېرې شوې خو جولاني ځواب ورنکړ.
بغدادي بیا غوښتنه وکړه او دا ځل جولاني ورته وویل: چې د جبهة النصرة تړل په دولت پورې نه زموږ او نه د سوریایي ولس په ګټه ده.
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version