د اوسنیو او پخوانیو خوارجو ۱۶ مشترک صفات/څلورمه برخه

کریم بریال

په تېر پسې…

یوولسم مشابهت:
د علم او جهاد پر امامانو طعن ویل!

کله چې ابن ملجم، برک بن عبدالله او عمر بن بکر مشوره سره وکړه، چې دوی درې کسان به حضرت علي کرم الله وجهه او حضرت معاویه رضی الله عنه او عمرو بن العاص شهیدان کوي، نو په خپل منځ کې یې وویل:
چې مونږ د خپلو ملګرو (وژل شویو خوارجو) له شهادت وروسته ژوند څه کوو، زمونږ شهیدان شوي ملګري د الله په لار کې د ملامتي کونکو له ملامتیا څخه نه وېرېدل، نو که مونږ د خپلو سرونو سودا وکړو او د ګمراهي دغو امامانو ته چې هدف یې ( حضرت علي، حضرت معاویه، حضرت عمروبن العاص رضی الله عنهم وو) ورشو او د هغوی په وژلو سره د مسلمانانو ښارونه د دوی څخه په راحت کړو.

خوارجو دغو د دین امامانو او جلیل القدر صحابه کرامو ته د ګمراهي د امامانو خطاب کاوو نعوذ بالله.

شیخ ابن تیمیه رح فرمایلي چې د دوی د ګمراهۍ اصل او بنیاد همدغه ده، چې د هدایت په امامانو او د مسلمانانو په جماعت باندې دوی دا عقیده لري، چې هغوی نعوذ بالله له حق څخه بې لارې شوي او ګمراهان دي.
(فتاوی ابن تیمیه ج ۲۸ ص۴۹۷)

د اوسنیو ګمراه خوارجو یو مشر عدناني هم په یو بیان کې چې عنوان یې دی، (لن یضروکم الا اذی) د نړۍ د وتلو او منل شویو علماوو هر یو شیخ ابوقتادة او شیخ مقدسي ته د حمیر العلم نسبت کړی دی.

دولسم مشابهت:
د خپلو مخالفینونو ښځې وینځې بلل اګر که هغوی اهل قبله هم وي!

(الملل والنحل ج ۱ ص۱۲۶) کې لیکل شوي، چې فالبهیسیة من الخوارج استحلت القتل والسبی علی کل حال.
ژباړه:
د خوارجو بهیسیه ډله د خپلو مخالفینو وژل او غلامان کول په هرحال رواه بولي.
يعنې چې د دوی مخالفین وي، هغه که مسلمان او اهل قبله هم وي، دوی یې وژل او غلامان کول جايز بولي. حال دا چې اسلام هیڅکله داسې حکم نه کوي.
اوسنیو ګمراه او بدبختو خوارجو هم د پخوانیو خوارجو په څېر عراق کې د خپلو مسلمانو مخالفینو ښځې وینځې وګرځولې او په سوق النحاس کې به یې ښکاره خرڅولې، (اتلهم الله وخذلهم الله)،
بیا به یې په سوشل میډیا د هغوی تصویرونه په ډېر وياړ نشرول.
ابوبکر شیکاو داعشي خبیث په رڼا ورځ د خلکو له کلیو څخه په دې بهانه د هغوی تور سرې بوتللې، چې هغوی انتخاباتو کې ګډون کړی وو او دوی ویل چې دا مرتدین شوي دي.

دیارلسم مشابهت:
د اهل قبله مالونه حلال بلل!
کله چې پخوانیو خوارجو عثمان رضی الله عنه شهید کړ، نو د هغه د کور ټول سامان الات یې د استحلال په نیت چور کړل او ټول بیت المال یې له ځان سره یووړ.
(الملل والنحل ج ۱ ص ۱۱۶)

اوسني داعشي خوارج هم د خپلو مخالفینو مالونه حلال بولي، چې ښکاره بیلګه یې د ننګرهار د کوټ، بټي کوټ، نازیانو او اچین ولسوالیو کې یې د عامو مسلمانانو مالونه حلال وبلل او د غنیمت په توګه یې ځان سره یوړل.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version