د المرصاد موندنه: پاکستاني چارواکو د خان په نوم د فتنه ګرو یو قاتل د افغان حکومت د معلوماتو پر اساس نیولی و

 

د مؤثقو معلوماتو پر بنسټ د پاکستان حکومت د خان په نوم هغه داعشی د باجوړ تر برید وړاندې لا نیولی و چې په پاکستان کې د هدفي وژنو او پر ديني عالمانو او مدرسو د داعشیانو د شیطاني پلان پلي کولو مسؤليت یې درلود.

د سرچینې په وینا د افغانستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د داعشیانو د هدفي وژنو مسؤل (خان) په اړوند موثق معلومات له پاکستاني لوري سره شریک کړي وو.

یوې مؤثقې سرچینې دا تایید کړه چې د پاکستان حکومت د خان په نوم کس، د افغانستان حکومت د معلوماتو پر اساس ونیو خو بیا یې هم د هغو کسانو او ځایونو امنیت ونه نیو چې له خان سره په ليست کې هدف وو.

مؤثق معلومات ښیې چې «خان» په باجوړ کې تر خونړۍ چاودنې وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري بېرته خوشي کړل شوی و.

تر دې وړاندې هغه پلان نشر شوی و چې له مخې یې داعشي خوارجو غوښتل چې په افغانستان، پاکستان او ایران کې پر ديني عالمانو، مدرسو او خانقاوو بریدونه ترسره کړي.

په افغانستان کې د دې پلان د تطبیق مسؤلیت د خراسان د داعشیانو د والي مرستيال ډاکټر عمر حیدر ته سپارل شوی و. نوموړی د تېر کال په شوال مياشت کې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو. په پاکستان کې د پلان پلي کولو مسؤليت د مفتي ابو عثمان، ابو محمد او خان په نوم کسانو ته سپارل شوی و. دا درې واړه اشخاص په پاکستان کې اوسي او د داعشي خوارجو مهم غړي دي.

د تازه ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ویل کېږي چې پاکستان په لوی لاس د دیني عالمانو او مدرسو په ساتنه کې ناغېړي کړې څو له دې لارې خپلو ځینو مرموزو سیاسي او نظامي اهدافو ته ځان ورسوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version