بنسټیزې عقیدې او د خوارجو اصلي انحراف
که څه هم خوارجو په ظاهره د قرآن عظیمالشان تلاوت کاوه او اوږدې سجدې یې کولې، خو په حقیقت کې یې دین یوازې ظاهري بڼې ته راټیټ کړی و. د دوی انحراف د عبادت په پرېښودلو کې نه و، بلکې اصلي ستونزه یې د شریعت په نیمګړي فهم او د الهي آیتونو په ناسم تفسیر کې وه. د شیخالاسلام ابن تیمیه رحمهالله په وینا، د خوارجو د بدعت بنسټ پر یوې عقیدې ولاړ و او هغه د ګناه له امله د انسان تکفیرول وو. دوی هره لویه ګناه کفر ګڼله او د هغې مرتکب یې په دوزخ کې تلپاتې باله؛ په داسې حال کې چې قرآن عظیمالشان فرمایي: «إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ» (النساء: ۴۸).
الله تعالی جلجلاله د شرک ګناه نه بښي، خو له دې پرته نور ګناهونه هغه چا ته بښي چې وغواړي.
دا آیت په څرګنده بیانوي چې له شرک پرته نور ګناهونه د بښنې وړ دي؛ خو خوارجو د ګناهکارانو د تکفیر په ټینګار سره دغه آیت له پامه وغورځاوه او د قرآن عظیمالشان د څرګند نص پر وړاندې ودرېدل. د دوی دویم لوی انحراف د حضرت علي رضیاللهعنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو تکفیر و. خوارجو د خپل دریځ د ثابتولو لپاره پر دې آیت استدلال کاوه: «وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ» (المائدة: ۴۴).
دوی استدلال کاوه چې حضرت علي رضیاللهعنه د حکمیت په منلو سره د الله تعالی جلجلاله له حکم پرته، په بل حکم پرېکړه کړې او په دې توګه کافر شوی دی. خو دا استدلال له بنسټه کمزوری او ناسم و؛ ځکه قرآن عظیمالشان پخپله د مېړه او مېرمنې ترمنځ د اختلاف د هواري لپاره د دوو منځګړو د ټاکلو امر کوي: «فَابْعَثُوا حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا» (النساء: ۳۵).
څنګه کېدای شي چې الله تعالی جلجلاله په یوې کوچنۍ مسئله کې د دوو کسانو منځګړیتوب ته امر وکړي، خو په یوې لویې مسئله کې همدا منځګړیتوب کفر وګڼي؟ خوارجو د «حکم» مفهوم د تشریع له ډګر څخه د انسانانو ترمنځ د پرېکړې او منځګړیتوب ډګر ته وغځاوه او بیا یې هر ډول غیر الهي پرېکړه کفر وبلله.
دوی له دې حقیقت څخه ناخبره وو چې د آیت موخه هغه کسان دي چې د الله تعالی جلجلاله له حکم څخه انکار کوي یا یې لوبه ګرځوي، نه هغه کسان چې د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف د هواري لپاره منځګړیتوب مني.
درېیم انحراف یې له نبوي مبارکو سنتو څخه مخ اړول وو. خوارجو ادعا کوله چې یوازې د قرآن عظیمالشان پیروي کوي او هر هغه حدیث ردوي چې د دوی په ګومان له قرآن سره په ټکر کې وي. د همدې دریځ له مخې یې د زناکار لپاره د سنګسار شرعي حد نه مانه او ویل یې چې په قرآن عظیمالشان کې د دې حکم په اړه کوم آیت نشته.
خو دا ادعا پخپله د دوی د ناپوهۍ څرګند ثبوت و؛ ځکه رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «ما ته کتاب او له هغه سره ورته بل څه هم راکړل شوي دي.» سنت د قرآن عظیمالشان تفسیر او بیان دی. نو څنګه کېدای شي یو څوک د قرآن عظیمالشان د سم فهم ادعا وکړي، خو سنت پرېږدي، په داسې حال کې چې الله تعالی جلجلاله فرمایي: «وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا».
خوارجو په دې چلند سره په حقیقت کې نه د قرآن عظیمالشان پیروي کوله او نه یې د نبوي سنتو؛ بلکې د قرآن عظیمالشان په اړه یې خپل شخصي برداشت تعقیباوه او هماغه یې د الله تعالی جلجلاله دین باله.
څلورم انحراف یې د مسلمانانو پر امام او خلیفه وسلهوال پاڅون وجوب ګڼل وو. خوارجو باور درلود چې که امام کومه ګناه وکړي یا د دوی په ګومان د سنتو خلاف عمل وکړي، نو پر وړاندې یې پاڅون کول واجب دي. دا عقیده د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له څرګندې لارښوونې سره په ټکر کې وه. هغه مبارک صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «تر هغه وخته پر هغوی پاڅون مه کوئ، څو مو په هغوی کې [کفر بواح] ښکاره کفر ونه لیدلی.»
اهل سنت والجماعت پر دې اصل متفق دي چې د واکمن د ظلم پر وړاندې صبر کول تر هغه پاڅون غوره دي چې د مسلمانانو وینې تویوي او ټولنه د ګډوډۍ او هرجومرج پر لور بیایي. شیخ ابن باز رحمهالله په دې اړه فرمایلي دي: «خوارجو د ګناهکارانو په تکفیر سره هغه لار خپله کړه چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ترې منع کړې وه؛ هغوی مسلمانان د ګناه له امله کافران وبلل او وینې یې ورته حلالې وګڼلې.»
پنځم انحراف یې د مسلمانانو وینې او مالونه حلال ګڼل وو. خوارجو نه یوازې خپل مخالفین تکفیرول، بلکې د هغوی وینې او مالونه یې هم مباح ګڼل؛ خو دا ډول چلند یې ان د اصلي کافرانو په اړه هم نه کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی د ځانګړنې په بیانولو کې فرمایلي دي: «يَقْتُلُونَ أَهْلَ الْإِسْلَامِ وَيَدَعُونَ أَهْلَ الْأَوْثَانِ» (متفق علیه). مسلمانان وژني او بتپرستان پرېږدي.
دا جمله د خوارجو د انحراف بشپړ انځور وړاندې کوي: هغوی چې د توحید د دفاع دعوهدار و، تورې یې یوازې د موحدو مسلمانانو پر وړاندې راایستلې. عبدالله بن خباب، د جلیل القدر صحابي خباب بن ارت زوی، په داسې حال کې ووژل شو چې قرآن عظیمالشان یې له ځان سره لېږداوه او امیندواره مېرمن یې هم ورسره وه. دې جنایت د خوارجو اصلي څېره بربنډه کړه؛ هغه ډله چې د «لا حکم إلا لله» تر شعار لاندې راوتلې وه، خو په عمل کې یې د «لا رحم إلا لله» حقیقت څرګنداوه او د الله تعالی جلجلاله په نوم یې د مسلمانانو وینې تویولې.
د خوارجو انحراف څو اړخیز و: د قرآن عظیمالشان په فهم کې، د نبوي سنتو په درک کې، د امامت او خلافت په پېژندنه کې او د ایمان او کفر د پولو په ټاکلو کې. هغوی دین یوازې ظاهري بڼې ته راټیټ کړی و او له ژورو معناوو او حقیقتونو څخه یې سترګې پټې کړې وې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی له راڅرګندېدو وړاندې خبر ورکړی و چې: «قرآن تلاوت کوي، خو له حنجرو یې نه ښکته کېږي.» یعنې د قرآن الفاظ یې پر ژبه وي، خو معنا او مفهوم یې په زړونو کې ځای نه نیسي او د سم فهم او عمل لامل یې نه ګرځي.
او دا د تاریخ تلپاتې درس دی: څوک چې له علم او سم پوهاوي پرته دین زده کړي، کېدای شي د الله تعالی جلجلاله سره د نږدېوالي پر ځای، له هغه سره د جګړې ډګر ته راووځي.












































