د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلېدو په سیمه کې پرته ډیورنډ کرښه نور یوازې د دودیزو سرحدي نښتو او یا ډیپلوماتیکو اعتراضونو لاره نه ده پاتې شوې؛ بلکې دا سیمه اوس د یوې ژورې، تخنیکي او ستراتېژیکې سیالۍ نوي پړاو ته داخله شوې ده، داسې پړاو چې د تېرو کلونو ګڼ دودیز محاسبات یې بدل کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د اوږدې مودې لپاره یې دفاعي دریځ غوره کړی و او د پاکستاني پوځ د هغو یرغلګرو پوځي مداخلو پر وړاندې، چې د اسرائیلي اشغالګرو تګلارو انځور یې وړاندې کاوه، تر دې مهاله یې یوازې د صبر، زغم او متانت لمن نیولې وه، اوس داسې پوځي او استخباراتي تګلاره خپله کړې چې موخه یې یوازې د ډيورڼد کرښې هاخوا ګواښونو ته انتظار ایستل نه، بلکې د هغو سرچینې او مرکزونه په نښه کول او له منځه وړل دي.
دا بدلون یوازې یو عادي غبرګون نه بلل کېږي، بلکې د کابل له لوري د سیمې د امنیتي معادلو په ډګر کې د یوې نوې تګلارې د راڅرګندېدو نښه ګڼل کېږي. په تېرو وختونو کې به چې د ډیورنډ کرښې د سرغړونې، سرحدي شخړو یا د هوايي حریم د نقض کومه پېښه رامنځته شوه، د کابل غبرګون تر ډېره د ډیپلوماتیکو اعتراضونو او یا محدودو متقابلو اقداماتو په چوکاټ کې پاتې کېده.
خو د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتي وروستیو تحولاتو دا څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي د پام وړ بدلون موندلی دی. اوس تمرکز یوازې پر «انتظار او څار» نه، بلکې پر «مخکیني دفاع» (Pre-emptive Defense) راڅرخي. د کابل پیغام دا دی چې راتلونکي اقدامات به یوازې د کوم برید د غچ اخیستلو یا دودیز انتقام په موخه نه وي، بلکې هر هغه عنصر چې د افغانستان امنیت او خپلواکي له ګواښ سره مخ کوي — که هغه پوځي فشار وي، که وسلهوالې شبکې او یا نور امنیتي ګواښونه — د مستقیمې مقابلې او مخنیوي له تګلارې سره به مخامخ شي.
له همدې امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان وضعیت نور یوازې د سرحدي شخړو موضوع نه ده، بلکې د استخباراتي، تخنیکي او ستراتېژیکو سیالیو یوه پېچلې معادله ګرځېدلې چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي راتلونکي ژور اغېز لرلای شي. کابل اوس په عملي توګه دا ښيي چې د افغانستان تر دروازې د ګواښونو له رسېدو وړاندې، د ډیورنډ کرښې هاخوا د هغوی په خوندي پټنځایونو کې د له منځه وړلو ستراتېژیکه وړتیا او هوډ لري.
د کابل د دې نوې پوځي تګلارې تر ټولو د پام وړ او حیرانوونکی اړخ د اسلامي امارت هغه هوايي او استخباراتي پرمختګونه دي چې د پوځي او امنیتي چارو ډېر شنونکي یې حیران کړي دي. له چاغي او قلعه عبدالله څخه، چې د بلوچستان لرې پرتې ولسوالۍ دي، تر اورکزو او نورو قبایلي سیمو پورې په ژورو ساحو کې د داعش لوړ ارزښت لرونکو هدفونو په نښه کول د اسلامي امارت د نوې جګړهییزې وړتیا یوه مهمه بېلګه بلل کېږي.
تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې د پاکستان د پرمختللو رادارونو، هوايي دفاعي سیستمونو او پراخو برېښنایي څارنیزو شبکو له موجودیت سره سره، د ارزانه او تعدیل شویو ډرونونو او نورو عصري وسایلو اغېزناک کارول د نامتقارنې جګړې په ډګر کې د نوې ټکنالوژۍ اهمیت لا روښانه کوي.
دا وضعیت ښيي چې اسلامي امارت د نسبتاً ارزانو خو دقیقو تخنیکي وسایلو او د ځمکنیو معلوماتو د شبکو ترمنځ داسې همغږي رامنځته کړې چې کولی شي د خپلو امنیتي موخو د تعقیب لپاره ترې اغېزناک استفاده وکړي. د دې تحولاتو له امله د سیمې امنیتي او سیاسي روایتونه له نوو پوښتنو او ننګونو سره مخ شوي دي. هر لوری هڅه کوي خپل دریځ نړیوالو ته قانع کوونکی وښيي او د پېښو تفسیر د خپلې ګټې له زاویې وړاندې کړي.
کله چې د استخباراتي او رسنیزو بنسټونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو اړوند انځورونه او ویډیوګانې خپرېږي، نو دا د معلوماتي جګړې یوه برخه ګرځي؛ هغه جګړه چې په کې د روایتونو سیالي د پوځي تحرکاتو تر څنګ مهم رول لوبوي. له همدې امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان وضعیت نور یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دودیزه سړه سیالي نه ده؛ بلکې د استخباراتو، رسنیو، ډرون ټکنالوژۍ او ستراتېژیکو محاسبو یو پېچلی ډګر ګرځېدلی چې د سیمې پر امنیت، اقتصاد او راتلونکو سیاسي معادلو ژور اغېز لرلای شي. په همدې اساس، د سیمې راتلونکی به تر ډېره د دې پورې تړلی وي چې اړخونه د تقابل، نیابتي سیالیو او امنیتي فشارونو پر ځای د سیاسي تفاهم، متقابل احترام او سیمهییزو همکاریو کومه کچه رامنځته کولای شي.
د افغانستان اسلامي امارت ځان په یوه داسې ستراتېژیک موقعیت کې ویني چې کولای شي نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د شمالي، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه، دې ته متوجه کړي چې د سیمې د امنیت او ثبات په تأمین کې مهم رول لوبولای شي. په دې توګه دا خبره روښانه ده چي د امریکا سره د اتحاد ویاړ کوونکې پاکستاني پوځ ته نور د سیمې د سولې او سوداګریز نظام د خرابولو اجازه نه شي ورکول کېدای.
له همدې امله، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان وضعیت نور یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دودیزه سړه سیالي نه بلل کېږي، بلکې دا د اسلامي امارت له لوري د خپلې ملي امنیت د ډاډمن کولو لپاره د یوې نوې، علمي او اوږدمهالې پوځي دورې پیل دی، چې په ترڅ کې یې د پاکستان د فسادزده پوځ او د هغه د داعش په څېر نیابتي ډلې ټول هغه پټنځایونه په نښه شوي، چې پخوا به پکې د اسلامي امارت پر ضد د توطیې او پلانونه جوړېدل.








































