ښوونه او کلتور؛ د اسلامي تعلیماتو او عصري علومو ترمنځ پيوند
ښوونه او روزنه د پرمختګ حیاتي رګ او په هره ټولنه کې د ځوان نسل د هویت، اخلاقو او نړۍلید د جوړولو تر ټولو بنسټیزه ستنه ګڼل کېږي. د افغانستان په څېر یوه اسلامي ټولنه کې ښوونه او روزنه هېڅکله یوازې د ساینسي معلوماتو او مسلکي مهارتونو تر لېږد پورې نه شي محدودېدای، بلکې د زدهکوونکو او محصلانو روحي، عقیدوي او اخلاقي روزنه هم ځانګړې پاملرنه غواړي. له همدې امله، د اسلامي امارت د ښوونیز نظام تګلاره پر یوه روښانه او بنسټیز اصل ولاړه ده؛ هغه دا چې د سپېڅلو اسلامي تعلیماتو او عصري علومو ترمنځ ژور تړاو او مناسب توازن رامنځته شي، څو داسې زدهکوونکي او محصلان وروزل شي چې هم مسلکي تخصص ولري او هم خپلو دیني ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.
په دې برخه کې د اسلامي امارت د لاستهراوړنو د ښه درک لپاره اړینه ده چې د نړیوال اشغال پر مهال د ښوونیز نظام نیمګړتیاوې وڅېړو. په تېرو دوو لسیزو کې، سره له دې چې هېواد ته سترې مالي مرستې راوبهېدې، د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو د سیکولر کولو لپاره پټې او ښکاره هڅې وشوې. د هغه وخت ښوونیز نظام د بهرنیانو تر اغېز لاندې و او عصري علوم یې له اسلامي روزنې سره په ټکر کې درولي وو. دیني مضامین څنډې ته شوي وو او یوازې نمایشي بڼه یې اختیار کړې وه.
د دې کلتوري یرغل پایله د داسې نسل روزنه وه چې که څه هم له ټکنالوژۍ او نويو علومو سره اشنا شوی و، خو د اسلامي عقایدو، اړینو شرعي احکامو او اسلامي اخلاقو له ژورې پېژندنې لرې پاتې شوی و او د خپل اصیل افغاني او اسلامي هویت پر وړاندې یې د پردیتوب او فکري تزلزل احساس کاوه. د اشغالګرو موخه دا وه چې دین له علمي چاپېریال څخه جلا کړي او داسې ځوانان وروزي چې له فکري پلوه پر لوېدیځ پورې تړلي وي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره، د دې نظام له سترو او دوامداره لاستهراوړنو څخه یوه د ښوونې او روزنې او لوړو زدهکړو د نظام بیا سمون او ښوونځیو او پوهنتونونو ته د اسلامي روحیې او هویت بېرته ورګرځول وو. اسلامي امارت د دې لوی خطر په درک کولو سره، چې له دیني ژمنتیا پرته تخصص په ټولنه کې د فساد لامل کېږي، ښوونیز نصاب بیا وکوت. په نوي نظام کې د دیني تعلیماتو، اسلامي عقایدو، عباداتو او اسلامي اخلاقو ځای پیاوړی شو، څو افغان مسلمان ځوان تر دې وړاندې چې انجنیر یا ډاکټر شي، د یوه ژمن، مسؤولیتپال او د الله تعالی جلجلاله پېژندونکي انسان په توګه وروزل شي. دغو اصلاحاتو ښوونځي او پوهنتونونه د سیکولاریزم له زهري فضا څخه وژغورل او پر داسې مرکزونو یې بدل کړل چې علم او ایمان پکې اوږه پر اوږه تدریسېږي.
په همدې حال کې، ځینې سیکولرې کړۍ او د اسلامي نظام مخالفان د منفي تبلیغاتو او شبههافګنیو په خپرولو سره داسې انګېرنه رامنځته کوي چې ګواکې اسلامي امارت له عصري علومو سره مخالفت لري او غواړي ښوونه او روزنه یوازې په فقهي بحثونو پورې محدوده کړي. دا تور په بشپړه توګه بېبنسټه او له واقعیت څخه لرې دی.
د پوهنې وزارت رسمي ښوونیز نصاب او د پوهنتونونو درسي مهالوېش ته یوه لنډه کتنه ښيي چې د اسلامي مضامینو ترڅنګ ریاضي، ساینس، فزیک، کیمیا، بیولوژي، کمپیوټر او انګلیسي ژبه هم په لوړ اهمیت تدریسېږي. که اسلامي امارت له عصري علومو سره مخالف وای، هېڅکله به یې دا مضامین د پوهنې په رسمي جوړښت کې نه ساتل او نه به یې پیاوړي کول. پر دیني اړتیاوو ټینګار په هېڅ ډول د عصري علومو د حذفولو په معنا نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې دغو علومو ته سم لوری ورکړل شي.
د اسلام د سپېڅلي دین له نظره، د دیني او عصري (تجربوي) علومو ترمنځ هېڅ ډول تضاد نشته. اسلامي فقه د هغو علومو زدهکړه فرض کفایي ګڼي چې ټولنه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورته اړتیا لري؛ لکه طب، کرنه، انجنیري او اقتصاد. افغانستان د رښتینې خپلواکۍ او ځانبسیاینې د ترلاسه کولو لپاره، لکه څومره چې دینپوه علماوو ته اړتیا لري، هماغومره تکړه ډاکټرانو، تجربهلرونکو انجنیرانو او د ټکنالوژۍ متخصصانو ته هم اړتیا لري.
توپیر دا دی چې اسلامي تعلیمات عصري علومو ته اخلاقي ارزښتونه وربښي. د دیني ارزښتونو پېژندنه متخصص دې ته هڅوي چې خپله پوهه د خلکو د خدمت او د الله تعالی جلجلاله د رضا د ترلاسه کولو وسیله وګڼي او په خپل مسلک کې له ناوړه ګټې اخیستنې، فساد او خیانت څخه ډډه وکړي.
په پایله کې باید وویل شي چې اسلامي تعلیمات او عصري علوم د یوه اباد او خپلواک افغانستان د جوړولو لپاره د الوتنې دوه وزرونه دي. اسلامي امارت د تدبیر او پلانجوړونې له لارې توانېدلی چې دغه دوه مهمې برخې په یوه سالم ښوونیز نظام کې سره پيوند کړې دي. دا یوه ستره لاستهراوړنه ده چې نن زموږ ځوانان په یوه خوندي چاپېریال کې، د لوېدیځ له کلتوري یرغل څخه لرې، هم خپل پیاوړی اسلامي هویت زده کوي او هم د ورځې د تر ټولو باکیفیته علومو په زدهکړه سره ځانونه د هېواد د روښانه راتلونکي جوړولو ته چمتو کوي. د داسې پوه، متخصص او ژمن نسل روزنه به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د بقا، عزت او پرمختګ تضمینوونکې وي.











































