هغه وخت چې نړۍ ټوله یو قطب شوې وه او کفارو د امریکا په مشرۍ د اسلام او د مسلمانانو د ختمولو پیاوړې تابیا نیولې وه؛ داسې څوک هم وو چې د امریکا په ماتې یې داسې باور وو لکه د الله جل جلاله په وحدانیت.
هغوی ته که خپلوانو، ګاونډیانو، خطیبانو، استادانو او نورو خلګو هر څومره وویل؛ چې تاسو له امریکا سره چې په ټوله نړۍ یې راج چلیږي؛ جنګ نشئ کولای، دا مبارزه نشئ ګټلی خو هغوی د کمزورۍ او مایوسه کیدلو پء ځای لا قوي او پیاوړي کېدل.
هغوی په څوارلسمه پېړۍ کې د امت د لومړنیو خلګو حقیقي لاروي وو؛ د چا په باره کې چه الله جل جلاله فرمایي:
(الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ)
[ آل عمران / ۱۷۳ ]
که څه هم پر سرونو یې (بي 52) طیارې ګرځېدې، له بحرونو څخه په کروز مزایلو ویشتل کېدل، په کور او ګاونډ کې ورته ځمکه سره تبۍ وه، خو بیا یې هم د الله جل جلاله په دې فرمان چې: (وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ [آل عمران: 139] کلک ایمان وو.
هم هغه وو چې نړیوال طاغوت ته یې د سر د ټیټولو پرځای، د جهاد او مبارزې لاره اختیار کړه، امریکا او متحدینو یې د اسلام او مسلمانانو د خرابولو لپاره؛ دومره تېزه جګړه وکړه؛ چې حتی خپل جنګي قوانین یې هم مات کړل، خو چې کله پوه شول چې له داسې خلګو سره مخ یو؛ چې ایمانونه یې د فولادو دي؛ په فزیکې جګړه کې یې ماته ومنل.
خو په فزیکې جګړه کې د ماتې وروسته یې فکري جګړه دومره تیزه کړه؛ چې په کمه موده کې یې تر لرې پرتو سیمو په سلګونو تلویزوني چینلونه، رادیوګانې، ورځ پاڼې او مجلې ورسولې؛ چې د اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او ټولنې د معیارونو خلاف تبلیغات یې نشرول، دا ټول هغه څه وو چې امریکا غوښتل دا ملت ور باندې ذهناً ښکار کړي او تر فکري استعمار لاندې راشي.
خو لله الحمد! د افغانستان د مجاهد ولس ملاتړ او د مجاهدینو، سرسپارلو ځوانانو استقامت وو؛ چې د فکري جګړې ټغر یې هم ټول شو او هیواد مو له بشپړ فزیکي او فکري یرغل څخه خلاص او امریکا و ملګرې یې د ذلالت په عذاب اخته او مات شول.
د احزابو د ماتې معجزه الله جل جلاله دلته یوځل بیا تکرار کړه، په احزابو الله تعالی ظاهري باد مسلط کړ؛ چې هغوی یې منډې ته اړ کړل، خو د څوارلسم قرن په احزابو الله باطني باد مسلط کړ، چې زړونه یې ولړزیدل او ماته یې وخوړه.