دوهمه شبهه

سوال دادی: چې څنګه په دوی د خوارجو حکم کیدلی شي؟ په داسې حال کې چې دوی ډیر عبادتگذار، د سنتو پابند او په عبادت حریص دي. په دوی کې داسې خلک په نسبت نورو جهادي ډلو ته ډېر كم دي، چې منكرات او ګناهونه کوي. دوی په جنگ کې ډېر زړور دي. ډيرو يې استشهادي عمليات تر سره کول چې له قوي ايمان پرته امکان نه لري نو آيا دا د تګلارې د صحت دليل نه دی؟

ځواب: لومړی خو دا خبره دلته زموږ د دواعشو په اړه سمه نه ده، ځکه په دوی کې زیاتره يې بد اخلاقه، گمراه او په نشو روږدي کسان دي؛ هوکې ځينې يې رښتيا د سنتو، پابند، عبادتگذار او د خلافت غم اخيستي دي او که د عراق د خوارجو په اړه وويل شي، نو دا خبره سمه ده، خو لومړی عبادتگذاري او د سنتو پابندي د تګلارې د صحت دلیل نه شي كيدلى، بلكې همدا عبادتگذاري د دوی هغه صفت دی، چې په نبوي ارشاداتو کې يې يادونه شوې. د بخاري د اوږده حديث يوه ټوټه يَحْقِرُ أَحَدُكُمْ صَلاتُه مَعَ صلاتهم، وصيامه مع صيامهم ( تاسې به د دوی سره خپل لمونځونه او روژې ډیرې سپکې ګڼئ، ځکه د دوى لمونځ او روژه به په پوره طریقه وي) «صحيح البخاري ج ۱ ص ۲۰۰ حدیث رقم ۳۶۱۰، صحیح مسلم ج ۲ ص ۷۴۳

حافظ ابن حجر رحمهﷲ ددې حديث لاندې ليكي: كان يقال لهم القراء لشدة اجتهادهم في التلاوة والعبادة الا انهم كانوا يتأولون القرآن على غير المراد منه، ويستبدون برأيهم ويتنطعون في الزهد والخشوع و غير ذالك. له دې امله چې دوی به په تلاوت او عبادت کې ډیر محنت کولو، دوی ته قاریان ویل کیدل. لیکن دوی د قرآن تأويل كولو بغير د مراد نه او دوی به جبراً خپله رأيه په نورو منله، په خشوع او نورو عباداتو کې به یې ځان ښودنه کوله) «فتح الباري جـ١٢ ص ٢٩١»

د خوارجو جرأت او زړورتيا هم دليل نه شي کيدلی، ځکه: د نهروان په جگړه کې خوارج د حضرت علي رضي الله عنه د لښکر په وړاندې دومره په زړورتیا وجنگیدل، چې هيڅ يو يې د جکړې له ميدانه ونه تښتيده، يواځې لس کسان هلته ژوندي ونیول شول، چې وسله یی تمامه شوه نور ټول مقبلين (مخامخ) غير مدبرین نه په شا کېدونکي ووژل شول، چې دا د دوی د لوی جرات او زړورتيا ثبوت ؤ. حافظ ابن حجر رحمهﷲ: ليكي مع ما عُرف من شدة الخوارج في القتال وثباتهم واقدامهم على الموت، ومن تأمل ما ذكر من أهل الاخبار من امورهم تحقق ذالک سره له دې چې په جنګ کې د دوی سختي او ثابت قدمي او مرګ ته هرکلی ويل معلوم دي، څوک چې د تاريخ د علماؤ ويناوې وګوري دا به ورته واضحه شي. «فتح الباري جه ص۴۸

که زړورتیا دلیل کیدلی، نو د جاپان کامیکازیانو هم په نړیوال جنګ کې د ائتلاف په کشتیو د طيارو په توسط ځانمرگي بريدونه ترسره کول، همدا ډول ويتناميانو د امریکايانو سره په جنګ کې داسې ميړانه ښکاره کړه چې امریکايان يې ګوته په غاښ کړل.

دا مو له مشاهدې څخه يو څو مثالونه پیش کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version