دخوار جو سره د علي رض تعامل.

عبدالله بن سبأ يهودي جي ظاهرا يي خان مسلمان معرفي كاوه عراقي قبايل جي اكثر بي عراقي خوارج و له ځان سره ملګري کړل او مدینې منورې ته په دې منظور راغى چي كواكب امير المؤمنين عثمان بايد معزول كرل شي ځکه هغه په ټولو لورو منصبونو خپل رشته داران مقرر كري دي . وقعة الدار د اسلام په تاریخ کې تر ټولو غمجنه ورځ ده په هغه ورځ چې امیرالمؤمنین په خپل کور کې له اوږدي ظالمانه محاصرې څخه وروسته د خوارجو له لاسه په داسې حال کې شهید کړل شو چې د قرآن کریم دا مبارک آيتونه يي زمزمه کول طه ما انزلنا عليك القرآن لتشقى الخ او په وينو يې قرآن کریم لت پت شو، دا يهودي پروژه هم د يهودو لخوا طرحريزي او د خوارجو لخوا عملي جامه ورواغوستل شوه.

همدا خوارج چې په قراؤو (قاریانو) مشهور و او تعداد یې هم ډیر ؤ له حضرت علي رض سره بیعت وکړ خو کله چې حضرت معاويه رض خبر شو نو د حضرت علي رض سره یې د بیعت لپاره شرط دا مقرر کر چې لومری باید د حضرت عثمان قاتلين قصاص کړل شي خو حضرت علي رض د خپل اجتهاد له مخې غوښتل چې د دوی څخه وروسته انتقام واخيستل شي، چې همدا اجتهادي خلاف د دوی ترمینځ د جنگ تر پولې ورسیدو جنگ جمل را مینځ ته شو جنگ صفین رامینځ ته شو چې په زرگونه صحابه کرام پکې شهیدان شول چې د دې جنګونو پره هم د خوارجو په غاړه وه .

په جنگ صفین کې شامیانو د خپل شکست د مخنیوي لپاره قرآن کریمونه په نيزو کې پورته کړل او د جنګ د بندولو غوښتنه يې وکړه او ويې ويل چې راځئ چې په قرآن فيصله وكرو، حضرت علي رض چې پوهیده چې دا د شکست د مخنيوي يوه هڅه ده په د جنگ بندولو غوښتنه رد کړه خو قراء خوارج چې سفهاء الاحلام و حضرت علي رض ته اخطار ورکړ چې که لومړي سر کې يې دې جنگ بند نه کړ د عثمان په خیر به اوژل شي.

جنگ بند شو او د حکمینو په مقررولو موافقه وشوه دحضرت معاويه له لوري حضرت عمروبن العاص او د حضرت علي له لوري حضرت ابو موسىٰ الاشعري د مینځکرو په توګه وټاکل شول د دوی سره د صحابه کرامو یوه ډله هم وه، په دومة الجندل مقام کې لومړۍ غونډه ترسره کړه او له دواړو خواؤ څخه يې کلکې ژمنې واخيستې چې د دوى فيصله به مني.

كله چي علي رضي الله عنه له صفين څخه واپس شو دولس زره کسان چې په قراؤ مشهور و له ده څخه جدا شول او علي رضي الله عنه يې په دې وجه کافر وباله چې له الله تعالىٰ څخه سوايې نور حاکمان مقرر کړي دي او دا شعار يې له ځان سره لیږد اوه: لاحکم الا لله فيصله يواځي د الله تعالىٰ معتبره ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version