داعش که د ناټو غړی هیواد؟

نصیب ځدراڼ

د پکتیا ځاځي آریوب کې مي عبدالواحد په نوم یو طالب ولید، د داعش خلاف جنګ نه تازه راګرځیدلی و،د جنګ کیسې یې کولې، ویل یې جنګ کې مو یو داعشی ژوندی ونیو،مشرانو ته مو ور روان کړ ترڅو د ده په اړه فیصله وکړي،لاره کې د بلال په نوم یو طالب مخې ته راغی،د ده په لیدو سره یې رنګ بدل شو، ټوپک یې راښکته کړ وایې دې ظالم خو زما ژوند تباه کړی،موږ ورته و ویل چې تر څو مشرانو امر نه وي کړی ته هیڅ نشي ورته ویلی،وایې طالب همداسې غوسه و،په زاریو مو ترې خلاص کړ،بلال داعشي ته و ویل چې هغه دي یاد دي چې زموږ په کور مو برید کړی و؟

داعشی غلی شو،بلال بیا ټوپک راکوز کړ چې تر مشرانو به ونه ورسیږي دوی ته حال ووایه. داعشی ووېریدو یواځې یې سر وخوځوو چې هو.

موږ اوس حیران وو چې د دوی تر منځ څه کیسه ده چې موږ هم ورباندي خبروي.

بلال لګیا شو وایې چې دوی زموږ کور ته راغلل،راته وایې چې تاسې د امارت کسان یاست،د دوی مشر د اورکزیو یا آفریدیو “په ژبه خبرې کولې،زه یې په کور کې د “آب دان” سره وتړلم، اول یې زموږ پر وړاندي زما پلار وویشت،کوټې ته ورغلل او مور مې یې هم راته وویشتله،مشر یې چې بیرته ما پسې راتلو زما وریندارې چاړه پسې راوخیسته او په دا څټ کې یې ووهلو، ولویدو ،ملګري یې تر تاو شول او وریندارې مې ځان پسې د اشپز خانې دروازه بنده کړه،دوی وارخطا شول خپل مشر یې واخیست او زه ترې پاتي شوم،او دا چې تاسې نیولی دغه کس هلته د ټولې صحنې فلمبردارې کوله،بیا یې په غاړه کې راونیو بیخې یې غوسه نه ورباندي یخېدله، سترګو کې یې اوښکې هم وي او انتقام هم و.بلال ورسره روان شو او مشرانو ته یې ور وستلو.

طالب ویل بل وار چې تشکیل ته لاړم په هغه ځای تیریدلو یوه ملګري راته و ویل چې هغه دې یاد دی چې بلال دلته داعشي ته غوسه و؟
ما ویل هو.

وایې بلال هم د داعش خلاف جنګ کې شهید شو او هغه مخامخ یې کلی و هلته یې قبر دی.

دا یوه وړه بیلګه وه، ننګرهار، کونړ، زابل، جوزجان او پکتیکا کې یې دي ته ورته مظالم وکړل چې د بیانولو لپاره یې یو لوی کتاب لیکل غواړي.

له لوی اختر نه مخکې مو لوګر کې د طالبانو درې بای فور موټر ولیدل، خلکو ویل چې دا د قطعې طالبان دي، پکتیکا نه راغلي او د داعش خلاف جنګ ته روان دي، ډیر منظم ښکاریدل، دریشۍ یې اغوستې وې،د سیمې طالبانو ترصد ورته کولو، ترڅو چې مخکې لاړ شي،دوی موټر درولي وو، ځینو د دوکان نه خوراکي شیان اخیستل او نور بیا موټر کې ناست وو، طالبانو ویل سږ کال د پسرلي راهیسې مو د داعش په خلاف عملیات پیل کړي او له ټول وطن نه قطعې جنګ ته را روانې دي،هر ولسوال او ډلګۍ مشر به خپل پینځه، لس یا تر دي زیات نفر قطعو ته ورکول.

موږ بل چیري روان وو،څو ورځې وروسته په هغه لار را وګرځیدو، چیرته چې دوی ولاړ وو له هغه نه لږ مخکې یې په یوه موټر بمبار شوی و،او درې تنه پکې شهیدان شوي وو.موټر هم هلته سوځیدلی پروت وو.

یوازې دا یو د لارې بمبار نه و، تر خپل کنټرول لاندي سیمو کې د ځانګړو او ګډو ځواکونو د چاپو سره جنګ هم و،د الفتح په نوم عملیات هم پر مخ وړل و، تر ننګرهار پوري رسیدلو او بیا هلته جنګ کول د سر سودا وه او طالبانو دا سودا کوله،داعشیانو له خپلو سیمو او پوستو څخه ګیرد چاپیر ماینونه خښ کړي وو، د طالبانو په خطونه به امریکایانو بمبار کولو، څو ځله په رسنیو کې دا خبرونه راغلل چې د داعشیانو په سیمه کې د شپې چورلکې کیني، خو دا نه وه معلومه چې اسلحه او خوراکي مواد یې ورکول که زخمیان یې انتقالول، خو طالبانو د دې هر څه سره سره دا عملیات روان کړي وو.

داعشیان څوک وو؟ د جنګ نه راغلو طالبانو په قول دوی کې ځینې افغانان هم وو،اکثره د کرښې بل طرف ته د قبایلې سیمو جنګیالي وو،ازبک هم وو او په کم شمیر عرب هم وو پکې، د حضرت علي رضی الله عنه قول دی چې د چا سره احسان وکړي د هغه له شر څخه ځان وساته،دا هغه خلک وو چې ځانونو ته یې مجاهدین ویل، هغې سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندي وي هلته یې پناه راوړې وه، خو کله چې د بغدادي په نظر پرته له ده نوره ټوله دنیا کافره شوه، نو دلته یې هم د خلافت اعلان کړ، افغانستان کې یې د امریکایانو پر ځای د طالبانو خلاف جنګ پیل کړ،طالبان خو څه چې په ملکیانو یې اشر وکړ، امریکایانو هم دوی سره مستقمیاً او غیر مستقیماً مرستې پیل کړي،په جوزجان کې چې کله دوی محاصره شول، نو د تسلیمۍ په نوم افغان دولت ته ورغلل او بیا څه شول؟ دا ځواب ما هم نه دی پیدا کړی.

خدای دي نه کا چې تعصب ښکاره شي،خو زما په نظر د افغانانو غوندي مخلص خلک په نړۍ کې کم دي،داعشیان له کومو وطنو راغلي او بیا دلته په موږ زده کړې کوي، افغانانو چې د چا په خلاف پاڅون کړی نو طارق بن زیاد غوندي یې کشتۍ سوځولې او دوښمن یې تر یوه ځایه رسولی،خو خلکو د دوی د اخلاص څخه ګټه اخیستې ده، خو د هر ټکر خوړلو وروسته دوی هوښیاران کیږي،داعشیان هم د امریکایانو یا ناټو نه کمه سر خوږی نه ده، خو سړی ځکه اطمیناني شي چې د دغو خلکو له لاسه نړۍ په افغانانو د “نړیوال تروریزم” تور پوري کوي، خو اوس ښه شوه، دوی ته به هم د ناټو د یوه یرغلګر هیواد په نظر وګورو.

حقیقت دا دی چې د نړیوال تروریزم افغانان ښکار دي، خو د ناټو ۴۹ هیوادونو ورسره د داعش فتنه ګرو خلکو هم پر افغانستان یرغل کړی.
او طالبانو هم بیا دوی ټولو ته ملا تړلې. د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خبره چې ویل یې هر یو جلا جلا نشو ماتولی ګرده نړۍ یو ځای راغلې ماته به ورکوو. د ناټو د هیوادونو سره دي فتنې هم دلته سر پورته کړی و،د ناټو نه مخکې یا ورسته دوی به هم ورکیږي.

(یادونه: دا لیکنه مې د خپل یونلیک “آزاد ولس محکوم هیواد” لپاره کړي وه.چې کتاب یې تر چاپ لاندې او کار یې روان دی ممکن نیږدي وخت کې د یوه کتاب په شکل کې چاپ شي.)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version