عامر
داعش چې په اصل کې د موسادي إستخباراتو کړۍ ده، د نړۍ والو کفري إتحادیو د خوښۍ لپاره په کار بوخت دي او د مسلمانانو قتل عام ته یې کار ویلی.
داعش اوس په نړۍ کې په وحشت، بربریت، ظلم، جبر، افراط او خودسریو پېژندل کیږي، د دوی په ورستیو بریدونو کې افغان مؤمن ملت تر سخت جبر او ظلم لاندې ونیول شو، د ښځو او ماشومانو په شمول یې ډیری عام مسلمانان تر تېغ تېر کړل، وروستیو بریدونو یې په ډاګه کړه، چې دوی له مسلمان ملت سره تعصب لري، د دوی د شته امن اخلالونکي دي او مقصد یې د استخباراتي کړیو خوشحالېده دي.
داعش چې د عصر علماؤ دوی خوارج بللي، د نړۍ تر ټولو بدترین قشر دی، افغانو مؤمنو ځواکونو یې په وړاندې إقدام کړی، د دوی د نابودېدو لپاره یې کار کړی او تل یې د دوی شوم اهداف خنثاء کړي، تېر ماخوستن د اسلامي امارت اتلوالو مجاهدینو د کابل اتمه حوزه کارته نو سیمه کې پرې برید وکړ، د کابل په ورستیو وحشیانه بریدونو کې شامل وحشیان یې تر تېغ تیر کړل او دوی ته یې وښوده، چې په افغانستان کې ددوی شتون محال دی، خلک ترې کرکه لري، په وحشیانه کړنو یې خبر دي او ددې عصر خوارج دي.
خوارج د کابل ادارې را پاتې شوي غلام چارواکي دي، چې اوس د اسلام تش په نوم شعارونه ورکوي، اوسنيو خوارجو د امریکې تر بیرغ لاندې په کابل اداره کې وظیفې درلودې، د هغوی تنخوا یې خوړه او د هغوی لپاره یې کار کاوه، خو د اسلامي امارت په قیام باندې بیا دوی را پورته شول او دا کار یې جهاد، ثواب او رب ته نېږدې کېده وبلل، چې د اسلامي نظام په وړاندې وسله پورته کړي. د خوارج اوسنی مشر د تیرې ادارې د امرالله صالح باډیګارډ و او اوس د افغانستان د خوارجو مشر دی، د هغه په قول عمل کوي او دلته د مسلمانانو په قتل عام اخته دي، هغه کس چې د امریکایانو لخوا تربیه شو، د هغوی تنخوا یې وخوړه او اوس د هغوی په خوله ددې ملت آرام ژوند له مینځه وړي.