داعش څوك دي!؟

داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي؟

«۳» برخه

لیکوال: احمد سلفي

د پخوانيو خوارجو ځيني صفات:

1۔ مسلمانانو ته د کفر نسبت کول ( مسلمانان يې کافر او مرتد بلل) .

تبصره : داعشيان دخپلو اتباعو نه پرته نورو ټولو مسلمانانو ته مرتدين او مشرکين وايې.

2۔ د مسلمانانو وينې تويول ( جګړه به يې د مسلمانانو سره وه).

تبصره: داعش هم جګړه د مسلمانانو سره کوي علماء ، مجاهدين او عام مسلمانان شهیدانوي .

3۔ د اهل الذمة وينه حلال ګڼل .

تبصره : داعش هم د اهل الذمه وينه حلاله ګڼي لکه څنګه چې یې په عراق او شام کې د ډېرو اهل الذمه وینه توی کړه.

4۔ کم عمره او تنکي ځوانان وه.

تبصره: داعشي جنګيالي هم کم عمره ځوانان دي چې عمر يې 30 ۔ 35 کلونو نه پورې دی .

5۔ په يو بل یې شک کولو سره وژلو.

تبصره: داعش هم په عراق او شام کې خپل ډېر لوی لوی مشران د مشکوک کېدلو په وجه ووژل.

6۔ پخوانیو خوارجو خپلو د مخالفينو ښځې وينځې ګڼلې.

تبصره: داعش هم د خپلو مخالفينو ښځې وينځې ګڼي اوس هم د مجاهدينو او عوامو مسلمانانو ښځو ته خپلې وينځې وايې .

7 ۔ پخوانیو خوارجو د خپلې خاورې نه پرته نورې ټولې خاورې ته دار الحرب ويلو.

تبصره: داعش هم پرته د خپلې سيمې نه نورې ټولې اسلامي خاورې ته دار الحرب وايې او جګړه پکې کوي لکه څنګه چې اوس هم دوام لري.

8۔ پخوانیو خوارجو د اصلي کفارو څخه د مسلمانانو وژل مهم ګڼل .

تبصره: داعش هم د مسلمانانو وژل مهم ګڼي هميشه مجاهدينو سره جګړه کوي او مجاهدين په شهادت رسوي .يادونه : پورته ذکر شوې ځيني نښې د پخوانيو خوارجو دي چې ټولې يې په دواعشو کې ښکاره شتون لري.ن

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version