داعش څنګه د اسلامي امت او اسلامي جهادي تنظیمونو د تفرق باعث وګرځيد…!

موږ دلته د داعش اهداف، فکر، او په اسلامي نړۍ کي يې پر مظالمو او مخرب فعالیتونو غږيږو

کله چي شيخ ابو مصعب زرقاوي رحمه الله په عراق کي د امريکايي ډرون الوتکو په واسطه د فلوجې په ښار کي په يو کور کي په نښه سو او د شهادت لوړ مقام ته ورسيد، له هغه وروسته ابو حمزه المهاجر د عراق اړوند القاعده ګروپ مشري په غاړه واخیست، اما دغه مشري ډير دوام ونه کړ او مهاجر هم د امريکايي ځواکونو په واسطه په شهادت ورسید

دلته وو چي القاعده په عراق کي د خپلې رهبرۍ د پروفاشۍ له امله د اختلاف ښکار وګرځيده او له دغه فرصت څخه په استفادې داعش او ابوبکر البغدادي خپل خارجي نظريه را وړاندې او بسته ملت يې د خلافت په کاذبه دعوه د انحراف پر لور روان کړ، د مجاهدينو تر منځ يې تفريقي ايجاد، واقعي مجاهدين يې د ارتداد د ټاپو تر نامه لاندي شهيدان، اسلام يي نړۍ ته غلط تعبیر، د نړۍ ساده لوحه مسلمانان يې پر ځان را جلب، د عراق او سوریې د تيلو ذخایر يې ولکه کړه، د شتمنو وګړو اختطاف يي شروع، د دوى له صفه وتلي ټول مسلمانان يې مرتدين او مرګ يي رواه وبللو، حتا تر دي چي د ماشومانو په وژلو يې هم صرفه ونکړل

د داعش دا ناخوالي تر عراق او سوریې محدودې نه شوي، بلکه د تاوان لړۍ يي تر نايجريا، ليبيا، يمن، صوماليه او بلاخره افغانستان پوري را ورسيدل

په نايجيريا کي يي د سپيڅلي مجاهدينو تر منځ اختلاف ايجاد او ټول جهادي بهير يې له خنډ سره مخ کړ

په ليبيا کې يې هم د القاعدي فعالي شبکې تخريب او لمنځه يوړل

همداشان يې په يمن او صوماليه کې هم د ټول امت يوازنى هيلې هم له خاورې سره خاورې کړي او يو لوى وحشي بانډ ته يې وده ورکړل

بلاخره د اختلاف او وحشت لړۍ يې تر افغانستان ورسيدلخو الحمدلله په افغانستان کي د اسلامي امارت د ځيرکتيا په مټ شنډ او مردود کړل سول

داعش د خارجي منابعو په واسطه د نړۍ مختلف بانډونو سره په ملتيا په ټوله نړۍ کي د عالمي جهاد يو تر ټولو سر سخت دښمنان دي

د مسلم امت تر منځ د اتحاد فاصلې د ايجادولو تر ټولو ستر هدفونه يې په لاره اچولي تر څو وتوانيږي چي خپل منفورې نظريې ته په کمزوري امت کې وده ورکړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version