۲: د داعش ډېر تبلیغات؛
تبليغات د ټولنې د ارزښتونو، باورونو، انځورونو او ذهنیتونو په بدلولو سره، د مختلفو افکارو د منلو لپاره اړین او وړ بسترونه چمتو کولاى شي.
د تبلیغاتو واک او ځواک ځینې مفکرین دې ته اړ کړي چې دا ومني، چې تبلیغات کله ناکله د خلکو څخه د هغوى د برخلیک ټاکلو حاکمیت اخلي او پر افکارو يې واکمني کوي.
یاد شوی عنصر د داعش د کړنو په سر کې ځاى لري، چې په حقیقت کې د دغه تکفیری غورځنګ د ایډیالوژۍ مهمه اړتیا ده، نو د داعش پروپاګند د خلکو په راجلبولو کې ډیره اغیزه کړې ده.
داعش نه یوازې دا چې خپله په دروغو او بې اساسه تبلیغاتو بوخت دی، بلکې په مکرر او رسمي ډول له خپلو پلویانو څخه غواړي چې د داعش ترهګرې مفکورې ته د اسلام د یوه مهم او لازمي سمبول په توګه تبلیغ وکړي.
په روان بحث کې یو مهم ټکی دا دی، چې معلومه شي چې ایا د داعش ډلې لخوا وړاندې شوي تبلیغات رښتیا دي که درواغ؛ که څه هم دا موضوع پراخه ده او بېلابېلې زاویې لري، خو موږ به یې په لنډه توګه په څو کرښو کې بیان کړو.
داعش تل د خپلو تبلیغاتو د پراخولو او د خلکو د جلبولو لپاره بې اساسه، ناسم او غلط معلومات کاروي، سیالې ډلې او حکومتونه په داسې حال کې کمزوري او منحرف ګڼي، چې د خپلو دیني، اخلاقي او ټولنیزو انحرافاتو په اړه هېڅ خبرې نه کوي، حتی خپله ډله یوازینۍ اسلامي ډله ګڼي.
داعش د خپلو بې اساسه تبلیغاتو په خپرولو سره تل د خپلو لاسته راوړنو په برخه کې مبالغه کړې او هڅه یې دا وه چې خپل مالي او ځاني زیانونه له واقعیت څخه ډېر ټیټ ښکاره کړي، ترڅو د سرتېرو او جنګیالیو مورال له ماتېدو او کمزوري کېدو څخه خوندي وي.
د داعش تکفیري ډله د دروغو او بې اساسه تبلیغاتو په وسیله خپل خلافت د آرمانونو یوازینۍ اسلامي دېره بولي؛ چې ورسره يوځاى کيدل، د هر مسلمان حیاتي او کلیدي دنده ګڼي.
نو دوهمه چاره چې داعش يې د خلګو د جلبولو لپاره کاروي او ظاهراً تر یوه حده بریالۍ هم ده، د پراخو او بې بنسټه تبلیغاتو ځواک دی؛ د مقالې په راروانه برخه کې به د دریم لامل (د ټولنیزو شبکو کارولو) په اړه بحث وکړو، انشاءالله!