داعش له فلسطينيانو د حمايت غچ واخیست

طاهر احرار

شپږمه ورځ ده چې د خپل ناموس، مال او عزت د تحفظ لپاره فلسطينيانو د سر په بيه قيام کړى.
نړيوال لګيا دي په ﺯغرده د غاصبو يهودانو ملاتړ کوي، د امريکا او برطانيه خارجه وﺯيران تلابيب ته د حمايت لپاره راغلل، هغوى وويل: موږ د خارجه وﺯیرانو په حيث نه، بلکې د يهودانو په حيث راغلي يو، له خپلو ورونو دفاع کوو.
پرېمانه اسلحې ورته راغلې له ډېرو کُفري هيوادونو د ځوانانو په نوم نارینه او ﺯنانه عسکر راغلل!
يواﺯې مسلمانان دي، چې د خپلو مظلومو ورونو لپاره اه نشي کولاى.
افغانستان اولنى اسلامي هيواد وو، چې د فليسطينيانو مبارﺯه يې حقه وبلله او ملاتړ يې ترې وکړ.
پرون جمعه په ټول افغانستان کې د فلسطين سره د يکجهتۍ د اظهار په خاطر علماوو خطيبانو له فلسطين څخه ملاتړ او په غزة يې د اسرائيلو بې رحمه بمبار وغندلو، هغوى ته يې دعاګانې وکړې او د کابل په ګډون په ځینو لويو ښارونو کې مظاهرې ترسره شوې.
د اسراييلو اولاد داعشيانو د افغانانو دغه ملاتړ برداشت نکړ او په بغلان ولايت کې يې بېشمېره بې ګناه انسانان ووژل.
د راپورونو پر اساس چې تر شلو ﺯيات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ﺯخميان روغتونونو ته انتقال شول. د دوى جرم دا وو چې ولې افغانان له فلسطينيانو ملاتړ کوي او د اسراييلو وحشت غندي.
ظاهرا دوى خپل هدف ته ورسېدل او په سلګونو افغانان يې د غم په ټغر کېنول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version