داعش د امریکا د ګټو په لټه کې

قلب الأسد الأفغاني

 

په دې وروستیو کې داعش په اسلامي امارت داسې نیوکې کوي، چې اسلامي امارت ولې له نړیوالو سره تجارتونه او اړیکې پالي او دې ته ناروا اړیکې او تجارتونه وایي.

 

مګر دوی دا خبرې یوازې او یوازې د دې لپاره کوي، چې امارت د امریکا له مخالف هیواد چین او همداسې نورو مملکتونو سره تجارتونه شروع کړي دي او داعش هیڅ کله دا نه غواړي چې امریکا دې لږ څه زیان وویني. ځکه دوی د امریکا قراردادیان دي چې د امریکا ګټو ته په افغانستان کې لارې جوړوي.

 

په 1396 کال حامد کرزي د نیویارک ټایمز سره په مصاحبه کې وویل: چې داعش په افغانستان کې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. کرزي دا خبر په څرګندو ټکو سره وکړه، چې له داعش سره د امریکا مبارزه صادقانه نه ده او په تیرو دوو کلونو کې د امریکا له لوري په داعش هیڅ کومه حمله نه ده شوې.

دوهم، که چیرته له کافرانو سره تجارت حرام وي نو په 2014م کال کې چې داعش په عراق کې حملې زیاتې کړې او یوولس د تیلو څاه ګانې یې ونیولې نو ولې یې په خارجي کفري ملکونو تیل خرڅول؟

همدارنګه کله چې داعش په سوریه کې د تیلو څاګانې ونیولې نو په ورځني ډول به یې تر پنځه اویا زره بیلره تیل تولیدول او د بشار الاسد په ډله به یې مستقیماً یا د منځګړيتوب له لارې خرڅول.

 

څه به مو سر در په درد کوم، خوارج هسې هم د خبرو خلک نه دي، دومره به ورته ووایو. دوی چې خپل تجارت ته کوم دلیل وایي، هماغه دلیل زمونږ لپاره هم دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version