داعش د اسلامي تاريخ، تر ټولو تور او کرغيړن باب

حماد شېرزاد

 

اسلامي تاريخ کې د مسلمانانو په نوم ډېرې ډلې او ګوندونه راغلي چې له تکفير واخله آن تر نسل وژنې او قتل عام پورې یې له هيڅ شي دريغ نه دی کړی.

په اسلامي تاريخ کې دغه ډلو کې تر ټولو بدترينه ډله قرامطه ول او اغوی باطنينان ول، چې له کعبې نيولې آن تر ماشوم او ځناور يې د اسلام په نوم پرېنښودل.

هغوی په ځای د دې چې د تاتاریانو مخه ونيسي او ورسره وجنګيږي؛ د تاتاريانو په ځای یې مسلمانانو سره جنګ وکړ او هر چيرې چې ولاړل هغه ځای يې وران او هلته يې قتل عام وکړ.

د هغوی د وحشت او کفر لپاره همدا بس ده چې په ۳۱۷ هجري کې قرامطة د ابي طاهر القرمطي لعنة الله عليه پر مشرۍ د حج په موسم کې په مکې مکرمې يرغل ور ووړ.

ابي طاهر القرمطي د کعبې په دروازه ودرېد او ويې ويل:

لمن الملک اليوم ؟

کله چې چا ځواب ورنکړ ويې ويل (العياذ بالله):

انا الله انا اخلق و افنيهم انا.

بيا يې خپلو مُسلح غړو ته غږ وکړ چې د کعبې دروازه له بېخه اوباسي، د کعبې پوښ څيرې کړي، بيا يې حاجيانو او طواف کونکو ته مخ ور واړوه او چغه یې کړه؟

اين طير الابابيل؟

اين حجارة من سچيل؟

کله چې خلک غلي شول، ابي طاهر القرمطي خپلو سرتيرو ته غږ وکړ او ورته يې وويل: دوی قتل عام کړئ، ځکه دوی ما د خدای والعياذ بالله او مشر په نوم نه پيژني او دغسې د حرم په ساحه کې د طاهر القرمطي پوځ ۳۰ زره حاجيان، نر، ښځې او ماشومان یې په يوه ورځ په شهادت ورسول.

 

حوالې:

• الحجر الأسود تاريخ و أحكام، ۱۴ أپريل ۲۰۲۰.

 

• البداية والنهاية، ۱۱ جلد ،دخلت سنة سبع عشرة وثلاثمئة

• الزركلي, خير الدين ( ۲۰۰۲ م). الأعلام – ۳ جلد (پنځه لسم چاپ). بيروت: دار العلم للملايين. صفحة ۱۲۳.

تحفة الراكع والساجد بأحكام المساجد (اول چاپ). کويت: المراقبة الثقافية. صفحة ۸۸.

البداية والنهاية/۱۱ جلد /ثم دخلت سنة تسع وثلاثين وثلاثمئة.

 

دا تاريخي واقعه مې په دې ياده کړه؛ چې قراطمه چون باطني ډله وه، خو ځان يې تر نورو ښه مسلمانان بلل، په اوسني وخت کې داعش يواځینۍ مسلح ډله ده چې ځان تر نورو ښه او د سلفو رښتونی اصل او مسلمانان بولي او هر هغه څوک چې د دوی ډله ګوند او مشر نه مني او يا بيعت ورسره نکوي، هغه کافر دي او قتلول د دوی په نزد هغسې واجب دي لکه ابي طاهر القرمطي چې د کعبې په دروازه کې خپلو سرتيرو ته د ۳۰ زره مسلمانو ښځو او ماشومانو د قتل فتویٰ ورکړه.

 

کيدای شي يو څوک ووايي، چې داعش داسې څه نه دي کړي.

داعش په افغانستان عراق، سوريا او ليبيا کې په ځای د دې چې له ناټو او امريکا سره وجنګيږي له سوچه مسلمانانو سره جنګېدل.

داعش د قرامطو هماغه تاريخ تکرار کړ، چې هغوی په ځای د دې چې له تاتاريانو سره وجنګېږي د مسلمانانو په قتل عام شروع وکړه او داعش هم په ځای د دې چې له امريکا ناټو سره وجنګېږي هغوی د هغه مسلمانانو په جنګ شروع وکړه چې له امريکا او ناټو سره جنګېدل.

داعش په سوريا، ليبيا، عراق او افغانستان کې هماغه څه وکړل چې په درېيمه هجري لسيزه کې قرامطو کول‌، نه يې ماشومان پرېښودل نه جوماتونه نه ښځې نه سپين ږيري او نه هم قبرونه.

داعش په سوريا او عراق کې د مسلمانانو قبرونه ونړول، جوماتونه يې ويجاړ کړل او د هغوی ښځې یې مينځې او ماشومان یې غلامان کړل.

 

په ټول اسلامي تاريخ کې دغسې تور او کرغیړن باب نه تير شوی او نه به راشي!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version